شي جين پينګ په چين کې د هراړخيزې شتمنې ټولنې د جوړېدو اعلان وکړ
cri2021-07-01 09:11:52
شريکول:

د چين رهبر شي جين پينګ د جولای په لومړۍ نېټه د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې  په لمانځغونډه کې اعلان وکړ، چې چين په هراړخيزه توګه شتمنه ټولنه جوړه کړې ده. 

نوموړي وويل، چينايانو د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې تر وسې پورې کوښښونه او هڅې کړي او هراړخيزه شتمنه ټولنه يې  جوړه کړې او چين اوس د عصري سوسياليستي پياوړي هېواد د جوړېدو پر لوري روان دی. دا د چيني ملت، چينايانو او د چين د کمونېست ګوند ستر وياړ دی. (هيله)