د زياتو بهرنيو هېوادونو او سياسي ګوندونو مشرانو د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت مبارکي وويله
CRI2021-07-01 15:08:58
شريکول:

د زياتو بهرنيو هېوادونو او سياسي ګوندونو مشرانو په دې وروستيو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ ته د دغه ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت مبارکي ويلې او د هېواد د پرمختګ په برخه کې يې د دغه ګوند د لاسته راوړنو لوړه ارزونه کړې ده.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو سلمې کليزې په مناسب مبارکي ويلې او زياته کړې يې ده، چې چين د اقتصاد، ټولنې او علمي تکنالوژۍ په برخو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او د لويو نړيوالو مسئلو د حل او د نړيوالو ننګونو او خطرونو ضد مبارزې کې يې مهم او رغنده رول لوبولی دی. د سياسي ګوندونو ترمنځ تګ راتګ د روسيې او چين د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو مهمه برخه ده. نوموړي هيله ښودلې، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پينګ د دغه ګوند او د هېواد د پرمختګ په لارښوونې کې نوي برياليتوبونه تر لاسه کړي.

د افغانستان د ملي ائتلاف رئيس او ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله باور ښودلی، چې د چين کمونېست ګوند به د شي جين پينګ په مشرۍ لا ځلانده برياليتوبونه رامنځته کړي.

د پاکتسان صدراعظم عمران خان د جون په ۲۹مه نېټه له چيني خبري رسنيو سره مرکې کې د چين کمونېست ګوند د جوړېدو سلمې کليزې په مناسبت مبارکي وويله او و ويې ويل، چې دغه ګوند د چين د واقعي حالت له مخې د هېواد د پرمختګ ځانګړې او مناسبه لار پيدا کړې او چينايانو د دغه ګوند په مشرۍ د حيرانتا وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.