د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په لمانځغونډه کې د شي جين پينګ وينا (۲)
CRI2021-07-01 19:49:08
شريکول:

د چين رهبر شي جين پينګ د جولای په لومړۍ نېټه د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په لمانځغونډه کې وويل، چې د چين کمونېست ګوند د جوړېدو په سر کې د چينايانو د نيکمرغه ژوند د لټون او د چيني ملت د عظيمې احيا د ابادولو لپاره خپله اصلي موخه ټاکلې ده. له سلو کلونو راهيسې، د دغه ګوند تر مشرۍ لاندې د چينايانو د ټولو کوښښونو، نوښتونو او قربانيو موخه د چيني ملت عظيمه احيا ده. هغه ستره لار، سترې چارې او ستر برياليتوبونه به د چيني ملت د پرمختګ او حتی د بشري تمدنونو د پرمختګ په تاريخ کې ياد پاتې شي، کوم چې په تېرو سلو کلونو کې پرانيستل او تر لاسه شوي دي!