د چين کمونېست ګوند د هراړخيزې شتمنې ټولنې د جوړولو ژمنه پوره کړه
cri2021-07-02 14:52:28
شريکول:

د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د جولای په لومړۍ نېټه د دغه ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې په لمانځغونډې  کې وويل، چې موږ لومړۍ سليزه موخه پوره کړې او  په چين کې مو هراړخيزه شتمنه ټولنه  جوړه کړې او د سختې بېوزلۍ تاريخي  ستونزې  ته مو د پای ټکی ایښی دی.   مونږ اوس  د يو سوسياليستي عصري پياوړي  هېواد د جوړېدو په لوري روان يو.

د هراړخيزې شتمنې ټولنې جوړول له چينايانو سرهد کمونېست ګوند ژمنه وه  او د چيني ملت د بيا احيا د عملي کېدو پر لوري  يو کليدي ګام و.  د چين کمونيست ګوند دغه ژمنه په ټاکلي وخت  پوره کړه او  ترې ښکاري، چې د چين اقتصادي، تخنيکي او عمومي توان او د خلکو د ژوند سويه ډېره لوړه شوې ده. برسيره پر دې، چين د نړۍ نورو پرمختيايي هېوادونو ته خپله ځيرکتيا او لايحه وړاندې کړې او د انسانانو د پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه ترسره کړي دي.

په تېرو سلو کلونو کې په ګردې نړۍ کې هېڅ ګوند د چين د کمونېست ګوند په څېر نه دی پاتې شوی، دغه ګوند له ډېرو  ستونزو څخه تېر شوی او لويې قربانۍ يې ورکړې دي.

ډېرو کسانو ته دا پوښتنه  پيدا کيږي،  چې ولې د چين  کمونېست ګوند ټولې ننګونې او ستونزې حلولای او په دوامداره توګه برياليتوبونه  تر لاسه کولای شي؟ عمومي منشي شي جين پينګ په خپله وينا کې دغې  پوښتنې  ځواب ووايه او ويې ويل،  چې د چين  کمونېست ګوند  ټينګ هوډ لري او همدا  د دغه ګوند د جوړېدو ستره روحيه ده، دغه ګوند پر حقيقت او هيلو ټينګار کوي ، خپلې  دندې  پر غاړه اخلي ،  له  قربانۍ نه وېرېږي او په زړورتوب  مبارزه کوي  او  دغه ګوند د خلکو لپاره  تر وسې پورې خدمتونه کړي دي .

د چين  کمونېست ګوند د يادې روحيې په لرلو سره په تېرو سلو کلونو کې د چينايانو په مشرۍ خپلواکي تر لاسه کړې او د چين ولسي جمهوريت  او سوسياليستي بنسټيز نظام يې جوړ کړی دی  او سوسياليستي جوړونه يې هڅولې ده . د دغه ګوند د غړو شمېر  له ۵۸ کسانو څخه ۹۵ ميليونو ته پورته  شوی او د نړۍ لومړی لوی ګوند ګرځېدلی دی. دغه ګوند د چينايانو د نيکمرغه ژوند د عملي کېدو او د چيني ملت د بيا احيا پر موخو ټينګار کړی  او اوس څوک د چيني ملت د بيا احيا بهير مخه نشي نيولی.

د چين  کمونېست ګوند د لومړې سليزې موخې یعنې د هراړخيزې شتمنې ټولنې له جوړولو وروسته ، اوس د دوهمې سليزې موخې په ترسره کولو بوخت دی، يعنې دغه ګوند به پوره هڅه کوي، چې له ۲۰۲۰م کال څخه تر ۲۰۳۵م کال پورې په بنسټيزه توګه عصري سوسياليستي ټولنه جوړه کړي، له ۲۰۳۵ کال څخه د روانې پېړۍ تر منځنې مودې پورې، يعنې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د سلمې کليزې په وخت کې به چين يو سمسور، ديموکراتيک، هوسا او ښکلی پياوړی هېواد وي . له دې څخه ښکاري، چې د چين کمونيست ګوند نه بدلېدونکې موخه لري او غواړي، چې په پوره توان چين د يو عصري سوسياليستي پياوړې هېواد په توګه جوړ  کړي .

د يادولو وړ خبره دا ده ، چې د چين د عصري کېدو شکل د ټولو چينايانو د ګډ شتمنېدو په موخه  دی. چين اوس په جه جيانګ ولايت کې د ګډې شتمنې يو موډل جوړوي، دا د چينايانو د هراړخيز پرمختګ او د ټولو خلکو د ګډې شتمنۍ د هڅولو لپاره يو مهم ګام بلل کېږي. د پولنډ او چين   د وکيلانو د دوستانه ټولنې مرستيال مشر اندريز سيجنا واي،  چې د چين   کمونېست ګوند تل د چينايانو ترڅنګ دريدلی  او د عدالت او مساواتو لپاره يې ډېر کوښښونه کړي دي.

 ډېرو بهرنيو ګوندونو د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې په مناسبت دغه ګوند ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

نړيوال به دا وويني،  چې د چين  کمونېست ګوند به د چينايانو په مشرۍ نورې زياتې لاسته راوړنې ولري او  د چين پرمختګ به د نړۍ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.