د چين خارجه وزارت: په بهرنيو هېوادونو کې څه دپاسه ۱۷ لکو چيني اتباعو ته د کرونا ضد واکسين ورکړل شوی
CRI2021-07-02 11:05:11
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ وين بين د جولای په لومړۍ نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د چين خارجه وزارت او په بهرنيو هېوادونو کې د سفارتونو او کونسلګريو تر مرستې لاندې په بهر کې ۱۷ لکو چيني اتباعو ته د کرونا ضد واکسين ورکړل شوی دی.

وانګ وين بين دې ته په اشارې سره وويل، د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهيسې د چين کمونېست ګوند او حکومت په بهرنيو هېوادونو کې د چيني اتباعو ژوند او روغتيا ته ډېره پاملرنه کړی او تر اوسه کوي. موږ به په راتلونکې کې له اړوندو هېوادونو سره همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړو او په نورو هېوادونو کې د قوانينو د مراعات کولو او د دغو کسانو د غوښتنو او نظريو د درناوي پر بنسټ د چون مياو په نامه فعاليتونه دوام ولري تر څو په بهر کې مېشت چيني اتباع ژر واکسين وکړي.