د چين د خارجه وزارت وياند وانګ وين بين د جولای په لومړۍ نېټه وويل، چين هرکلی کوي چې بېلا بېلې خواوې د دغه هېواد په بازار کې ګډون وکړي، له نورو سره د چين د پرمختګ فرصتونه او چانسونه شريک کړي تر څو ټوله نړۍ په ګډه پرمختګ ومومي او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسيږي.
په چين کې د نړيوال بانک نماينده ګۍ په دې وروستيو ورځو کې د يو راپور په خپرولو سره دېته اشاره کړې چې د چين د مشتريانو او تصديو باور ټينګ او پياوړی شوی، د کارګرو بازار د لا پرمختګ په حال کې دی. اټکل کېږي چې په روان کال کې به د چين اقتصاد د زياتوالي اندازه ۸اعشاريه ۵سلنې ته ورسيږي.
وانګ وين بين زياته کړه چې د نړيوال بانک له راپور څخه د چين پر اقتصاد د نړيوالې ټولنې باور څرګنديږي.