نړيوالې ټولنې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت تاوده مبارکي ويلي
CRI2021-07-02 11:05:56
شريکول:

د زياتو هېوادونو مشرانو او سياسي کوندونو د جولای په لومړۍ نېټه د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت د دغه هېواد د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ ته مبارکي څرګنده کړې. دوی د دغه ګوند د جوړېدو د سلو کلونو په تيره بيا د دغه ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې د شي جين پينګ په مرکزيت د کمونېست ګوند د مرکزي کميتې په مشرۍ د تر لاسه شويو برياليتوبونو لوړه ستاينه کړې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ديموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند عمومي منشي کيم جون ون،د ويتنام، لاوس، کيوبا، کمبوديا، ازبکستان، سنيګال،روند، جنوبي سوډان، ګيني، الجزاير، وينزويلا، سوريې، سوډان، ساموای، سينګاپور، بنګلاديش، ګروجستان، مکسيکو، لبنان، کوريا جمهوريت، پرتګال، ايتاليا، چيلي، کاناډا او صربيا په شمول د زياتو هېوادونو سياسي مشرانو د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت شي جين پينګ ته مبارکي پيغامونه ليږلي او د دغه ګوند چارې يې ستايلي دي.