نړېوالو رسنيو د چین د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰ کليزې په پار د مبارکۍ پيغامونه واستول
cri2021-07-03 14:40:17
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰ کليزې په درشل کې د آسیا او ارام سمندر سيمې ويډيويي ټولنې يعنې ABU او د آسیا د يو شمېر هېوادونو د رسنيو مسؤلينو د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې مطبوعاتي څانګې معاون او د چين مډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ته پيغامونه واستول او په کښې يې له تېرو سلو کلونو راهیسې ، په تېره بيا د ياد ګوند له اتلسم ملي کانګرس وروسته د چين له خوا ترلاسه شوي پرمختګونه وستايل. دوی هیله څرګنده کړه، چې د چين له مډيا ګروپ سره هر اړخیزو ګډو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ABU سرمنشي جواد متکي په خپل پيغام کې ليکلي، چې دا یوه مهمه شېبه ده. د چین پرمختګونه  د چینایانو د نسلونو د نه ستومانه کېدونکو هڅو په نتيجه کې ترلاسه شوي دي. دا منل شوی حقیقت دی چې چین په هر اړخیزه توګه نسبتاً شتمنه ټولنه جوړه کړې او د غربت پر وړاندې يې په مبارزه کې ستره بریا ترلاسه کړې ده. د چین انکشافي لاره بې سارې ده او نړۍ له هغې څخه ډېر څه زده کړل.

د افغانستان د شمشاد تلویزیون رئیس عبدالکريم فضل په خپل مبارکۍ لیک کې وویل: زه هیله لرم چې چینایان د چین د کمونېست ګوند تر مشرتابه لاندې په زړورتیا خپلې هڅې ته دوام ورکړي. د چين له مډيا ګروپ سره زموږ ګډې همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د پوهاوي لپاره پل جوړ کړی دی. زه هيله لرم چې زموږ دوجانبه همکاري لا نوره پراخه او لا ښه نړۍ جوړه کړو.