چین: ملګري ملتونه دې د "پنځو سترګو" ائتلاف یرغلونو ته پاملرنه وکړي
CRI2021-07-03 14:01:02
شريکول:

په م.م کې د چين استازي د جولای پر دويمه نېټه د بشري حقونو شورا په ۴۷مه غونډه کې په شخصي چارو کې د یادې شورا له ځانګړو راپور ورکوونکو سره د خبرو پر مهال څرګنده کړه چي د امريکا، بريتانيا، کاناډا او استراليا په شمول د ”پنځو سترګو“ ائتلاف له اوږدې مودې راهيسي د نورو خواوو ټليفونونو ته غوږ نيسي او د انټرنيټ د نظارت کولو په شمول يو لړ فعاليتونه تر سره کوي. هغه زیاته کړه، د بشري حقونو شورا بايد پاملرنه ورته وکړي.

نوموړي وويل، ”پنځه سترګې“ ائتلاف د انټرنيت له لارې د جرمونو ضد د مبارزې په پلمه په علنی ډول د ساينس او تکنالوژۍ شرکتونو په ايپليکېشنونو کې شخصي معلومات راټول کړي چې د خلکو د شخصي چارو پر حقونو يې يرغل کړی دی.

د چين استازي څرګنده کړه چې په وروستې موده کې هغه حيران وړ خبرونه افشا شوي چې امريکا د خپلو اروپايي ملګرو ټليفونونو ته غوږ نيولی. د هغه په ونیا، دا په ټوله نړۍ کې نورو رازونو ته د غوږ نيوني او شخصي اطلاعاتو اخيستلو په اړه د امريکا د شبکې يوه کوچنۍ برخه ده. نوموړي هيله وشودله چې د شخصي چارو د حقونو ساتلو په هکله ځانګړي راپور ورکوونکي د امريکا په شمول د  ” پنځو سترګو “ ائتلاف يادو کړنو ته پاملرنه وکړي.