((د چين کمونېست ګوند او چينايان به له خپلې لارې پر پرمختګ ټينګار وکړي او خپل برخليک به په خپله وټاکي.))
دغه خبرې د چين د دولت رئيس او د دغه هېواد د واکمن کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د جولای پر لومړۍ نېټې د ياد ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې نمانځغونډې ته په وينا کې وکړې.
د چين کمونېست ګوند مارکسيزم د خپل پرمختګ لپاره د لارښوونکې مفکورې په توګه ګڼي. چينايانو په تېرو سلو کلونو کې د دغه ګوند تر مشرۍ لاندې ملي خپلواکي او ازادي ګټلې، خپل هېواد يې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد ګرځولی، د شديدې بېوزلۍ له حالت څخه وتلی او د هر تن په سر جي ډي پي يې له ۱۰ زرو ډالرو څخه اوښتی دی. د چين اقتصاد په تېرو لسګونو کلونو کې ډېر چټک پرمختګ کړی او د دې ترڅنګ د دغه هېواد ټولنه هم ثابته او ارامه ساتل شوې ده. د چين يادو پرمختګونو ته په کتو، ويل کيږي چې په دغه هېواد کې سوسياليستي لار ډېره بريالۍ تمامه شوې.
په سوسياليستي لاره کې د چين له لوري تر لاسه شوو پرمختګونو د نړۍ پرمختګ ته هم خوځنده ځواک ورکړی دی. له ډېرو کلونو راهيسې، د نړيوال اقتصادي ودې لپاره د چين د خدماتو انډول له ٪۳۰ څخه زيات پاتې شوی دی. (يو کمربند او يوه لار) طرحه چې د چين له خوا وړاندې شوې او اړوندې پروژې يې د پلي کېدو په حال کې دي، د بشپړېدو په نتيجه کې به يې د اړوندو هېوادونو ۷۶ لکه بېوزله خلک د شديدې بېوزلۍ له حالت او کابو ۳۲ ميليونه خلک به د منځنۍ کچې بېوزلۍ له حالت څخه ووځي. د دې تر څنګ چين د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره د پاريس تړون د عملي کولو په هڅه کې هم دی. له شک پرته د چين پرمختګ د نړۍ د ګډ پرمختګ په ګټه دی.
د چين د پرمختګ ماډل د انساني ټولنې د عصري کېدو لپاره يو نوی انتخاب برابر کړی دی. له اوږدې مودې راهيسې د ډېرو مخ پر ودې هېوادونو لپاره په انکشاف کې له اروپايي يا لويديځو هيوادونو څخه زده کړه کيږي، خو يو شمېر مخ پر وده هېوادونه د لويديځو هېوادونو د انکشافي لارې د کاپي کولو په بهير کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ او په نتيجه کې ناکام شوي دي، ځکه دغه لار په ځينو برخو کې د دغو هېوادونو له واقعي حالاتو سره مناسبه او مساعده نه ده.
د چين د پرمختګ لارې دا ثابته کړې چې د لويديځو هېوادونو د پرمختګ لار د نورو هېوادونو د آبادۍ او عصري کېدو لپاره يوازينی انتخاب نه دی، که يو هېواد عصري پرمختګ غواړي، نو بايد خپل واقعي حالات او ځانګړتياوې تر غور لاندې ونيسي او پر دې اساس دې مناسبه لاره انتخاب کړي.
چينايان د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د ډېرو کلنو هڅو په نتيجه کې خپلې هغې موخې ته رسېدلي دي، يعنې په خپل هېواد کې يې په هراړخيزه توګه يوه نسبتاً شتمنه ټولنه جوړه کړې او اوس د خپلې بلې موخې ته د رسېدو په هڅه کې دي چې له مخې به يې د نوي چين د جوړېدو له سلمې کليزې مخکې خپل هېواد پياوړی، ډيموکراتيک او متمدن هېواد وګرځوي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه هېواد د واکمن کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې لمانځغونډې ته په وينا کې په دې اړه ويلي، چې د چين کمونېست ګوند او چينايان د نورو هېوادونو له هغو ټولو تجربو زده کړه غواړي او هغه ټول وړانديزونه او انتقادونه هم مني، چې د انسانانو د پرمختګ په ګټه وي، خو بې ځايه او مغرورې نيوکې به هيڅ و نه مني.
تاريخ ثابته کړې چې سوسياليستي لارې چين ته ستر پرمختګونه اړولي دي، وخت به ثابته کړي چې دغه لار به چين ته لا ښه راتلونکی راوړي او نړۍ ته به هم د پرمختګ زيات فرصتونه رسوي.