په افغانستان کي۶۵۰ امریکايي عسکر پاتیږي
CRI2021-07-03 13:52:35
شريکول:

د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې جين پساکي د جولای پر ۲همه نېټه وويل، اټکل کېږي چې په  افغانستان کې د امريکا ميشته پوځ به د اګست تر پايه پورې ټول له افغانستان څخه وځي.

نوموړې دغه څرګندونې په يوه مطبوعاتي ناسته کي  وکړې.

 د امريکا ولسمشر جوبايډن په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، د پلان له مخي د افغانستان امريکايي پوځ د وتلو په حال کې دی.

د امريکا د پانتاګون وياند جون کيربي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، امريکا بګرام هوايي اډه چې په افغانستان کې د امریکايې ځواکونو تر ټولو لوی مرکز و، د افغانستان دفاع وزارت ته سپارلې او په دغه هېواد کې يې د امريکايي پوځ د قومانداني حق بدل کړی دی. نوموړي وويل، امريکا به په راتلونکې کې په افغانستان کې لږ شمېر پوځيان وساتي، تر څو په دغه هېواد کي د امریکايي ډيپلوماتانو د امنيت او دغه راز به د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د امنيتي چارو له ساتلو ملاتړ وکړي.

د جون کیربي په وینا په افغانستان کي پاته کیدونکي امریکايي پوځیان به په دوامداره توګه د افغان امنيتي ځواکونو سره پر دې کار وکړي تر څو د ترهګرۍ ضد د امريکايي فعاليتونو ملاتړ وکړي. 

امريکايي خبري رسنيو مخکې خبر ورکړي وو، چې ۶۵۰ امريکايي سرتيري به په دوامداره توګه په افغانستان کې د دغه هېواد د ډيپلوماتانو د امنيت ساتلو له پاره پاته کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان د روانې مياشتې په ۲مه نېټه وويل، د امريکا او ناټو ځواکونه په بشپړ ډول د بګرام له اډې څخه وتلي دي او دغه اډه په رسمي توګه د افغانستان ملي اردو ته سپارل شوې ده.