وانګ يي: له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل بايد په دغه هېواد د زيات تاوتريخوالي او جګړې سبب ونه ګرځي
cri2021-07-04 12:04:09
شريکول:

 چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای پر درېيمې په بېجینګ کې د چينګهوا پوهنتون په کوربه توب د نړیوالې سولې نهم فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې اوسمهال د افغانستان وضعيت په ډېر مهم پړاو کې دی او  تر ټولو مهمه او بېړنۍ دنده د دغه هېواد د ثبات ساتل  او د جګړې او تاوتريخوالي مخه نيول دي. نوموړي وويل، امريکا د افغانستان د مسئلې پاروونکې ده او بايد خپل مسئوليت  اداء کړي، څو د دغه هېواد وضعيت ثابت وساتل شي. د نوموړي په وينا ، امريکا بايد خپل مسئوليت پر نورو وانه چوي، له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ايستلو وروسته بايد دغه هېواد پرې نه ږدي او د خپلو ځواکونو وتنه بايد د دغه هېواد د زيات تاوتريخوالي او جګړې سبب ونه ګرځوي.

وانګ يي زياته کړه، چې چين د افغانستان دوست ګاونډی دی او د افغانانو تر مشرۍ او حاکميت لاندې له افغان سولې بهير ټينګ ملاتړ کوي. ده وویل، چې چين د دې بهير په اړه څلور فقره ييز وړانديز کړی او هيله ده، چې د افغانستان بېلابېلې خواوې د خپل هېواد او خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي، مذاکراتو ته دوام ورکړي، د سولې بهير لپاره کړنلاره او مهالوېش ژر ترژره وټاکي او په ګډه سره ټول شموله سياسي چوکاټ جوړ کړي. 

وانګ يي وويل، چين به د سيمې له هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره د افغان سولې بهير لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړي او له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د کرونا وبا، اقليمي بدلون او ترهګرۍ په ګډون د بېلابېلو نړيوالو ننګونو پر وړاندې بايد ګډې مبارزې وکړي، د افغانستان مسئلې په ګډون د نړيوالو تودو موضوعاتو د سياسي حل لپاره ګډې هڅې وکړي، له نورو سره تقابل و نه کړي او د نورو خواوو په اړيکو کې باید نفاق وا نه چوي.

نوموړي زياته کړه، چې چينايانو په درنو مراسمو د خپل واکمن کمونېست ګوند د جوړېدو سلمه کليزه تازه ولمانځله، د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د چين دولت رئيس شي جين پينګ دغې کلیزې لمانځغونډې ته په وينا کې څرګنده کړې چې د چين کمونېست ګوند د انسانانو برخليک ته پاملرنه کوي او د نړۍ له ټولو مثبتو او پرمختللو خواوو سره ګډ پرمختګ غواړي.

هغه وويل چې د چين کمونېست ګوند پر سوله ييز پرمختګ، عدالت او له نورو سره د ګډو ګټو پر بنسټ پر ګډو همکاريو ټينګار کوي.

د نړيوالې سولې نهم فورم د جولای پر درېيمه په بېجينګ کې د چينګهوا پوهنتون په کوربتوب پرانيستل شو او  د روانې مياشتې پر څلورمې به پای ته ورسيږي. په دغه فورم کې به ۵۰۰ کسان ګډون کوي او د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي بانکي مون او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون به يو شمېر مهم مېلمانه ويناوې په کښي وکړي.