د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې د لمانځنې په غونډه کې وويل، چې د چين کمونېست ګوند د انسانانو برخليک ته پاملرنه کوي او د نړۍ له نورو پرمختيايي ځواکونو سره يو ځای د انساني پرمختګ لپاره هڅې کوي. چين تل د نړيوالې سولې جوړوونکی او د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی او د نړيوال نظام ساتونکی دی !
سوله يیزه روحيه نه يوازې د چيني ملت روحيه ده، بلکې د چين د کمونېست ګوند جين هم ګڼل کيږي. د ډېرو لويديځو هېوادونو وګړي پر دې حيران شوي، چې د چين کمونېست ګوند د نوي چين له جوړېدو نه مخکې د ډېرو پرمختيایي شخصيتونو پام راجلب کړی،نو ولې دغه حالت رامنځته شوی؟ کاناډايي سپين ږيري اسابيل کروک، چې د چين د سترو بدلونونو عيني شاهد دی دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې ځکه د چين کمونېست ګوند خلکو ته سوله راوستلې ده.
د چين کمونېست ګوند د جاپاني فاشيزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو رهبري کړې او په دويمې نړيوالې جګړې کې يې بریاليتوب تر لاسه کړی و. تر هغه وروسته، نوی چين جوړ شو، د سوله ييز پرمختګ پر لور روان شوی او اوس دغه ګوند د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره وړاندې کړې ده. دغه راز د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ابادۍ لپاره يې هڅې کړې او کوي يې. ويل کيږي، چې د چين د کمونېست ګوند غړي د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ور کوي.
له دغو حقيقتونو څخه ښکاري ، چې چينايانو هېڅکله د نورو هېوادونو پر خلکو تېری نه دی کړی.د کوريا جمهوریت او چین ترمنځ د اړيکو په هکله د دې هېواد د نړيوالې ټولنې مشر وو سو کيون دا نظر لري، چې چین د نورو هېوادونو په پرتله د سولې او ثبات پر اهميت ښه پوهيږي او دې ته لا ارزښت ور کوي.
په ۱۹۲۱ کال کې د چين کمونېست ګوند جوړ شو او ټينګه اراده لرونکی ګوند دی، چې موخه يې نه يوازې د چينايانو لپاره د نېکمرغه ژوند تر لاسه کول دي، بلکې د انسانانو د سوله ييزو او پرمختيايي چارو پرمخ بېول هم دي.
د ۲۰۲۱ کال په جون کې په لبنان کې د چين د ۱۹مې ډلې سوله ساتونکي پوځ ۴۱۰ تنو افسرانو او سرتيرو ته د م.م سوله يیز نښان ور کړل شوی. چين د م.م د دوهم لوی پيسې برابروونکي او د امنيت شورا له دايمي غړو څخه د لومړي لوی سرتيري ليږدوونکي هېواد په توګه د سوله ييزې دندې د تر سره کولو لپاره نورو هېوادونو او سيمو ته څه باندې څلوېښت زره سرتيري ليږلي دي.
د دې ترڅنګ چين په فعاله توګه د سيمه ييزو تودو مسئلو د حل وفصل لپاره هم هڅې کړې او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره يې وړانديز کړی دی. دغه راز چين د سولې، پرمختګ، عدالت، ديموکراسۍ او ازادۍ په شمول د انسانانو ګډو ارزښتونو ته ارزښت ور کوي او له څو اړخیزتوب څخه ملاتړ کوي او په مثبته توګه د نړيوال اداري سيستم د بشپړولو لپاره هلې ځلې کوي. د چين د کمونېست ګوند په پر له پسې توګه په خپلو هڅو سره د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره زمينه برابره کړې ده.
نړيوالو دا حالت ليدلی، چې د چين کمونېست ګوند د خپل واک له تر لاسه کولو راهيسې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره د چينايانو رهبري کړې او د لويديځو هېوادونو هغه لاره يې نه ده غوره کړې، چې د هېواد تر غښتلي کېدو وروسته باداري چلوي. اوس چين بله نوې لاره انتخاب کړې، چې غواړي د خپل هېواد تر غښتلي کېدو وروسته له نورو هېوادونو سره ګډ پرمختګ ومومي او دا د انسانانو د پرمختيايي چارو لپاره ستر خدمت دی.