د امریکا په فلوريډا کې د ليليې ړنګېدنې پېښه کې ۲۲ کسان مړه او ۱۲۶ نور لاهم تر کنډوالو لاندې دي
cri2021-07-04 12:04:40
شريکول:

د جولای تر دويمې نېټې پورې د امريکا په فلوريډا ايالت کې د ليليې ړنګېدنې پېښه کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۱۲۶ نور لاهم تر کنډوالو لاندې دي. انټرنېټ کاروونکو  په ټولنيزو رسنيو کې  تبصرې کړي، چې د امريکايي حکومت لپاره د اوسمهال تر ټولو بېړنۍ او مهمه دنده پر سوريې بمباري نه، بلکې د دغو ۱۲۶ کسانو ژغورل دي.

کارپوهان پدې نظر  دي، چې که يو کس تر کنډوالو لاندې شوی، نو بايد په لومړنيو ۷۲، په تېره بيا لومړنيو ۲۴ ساعتونو کې د هغه د ژغورلو لپاره هڅې ترسره شي،خو نږدې ۱۰ ورځې کيږي، چې په فلوريډا کې ياده ليليه ړنګه شوې او بیا هم  تر کنډوالو لاندې۱۲۶ کسان نه دي ژغورل شوي، نو امکان ډېر کم دی چې دوی ژوندې پاتې وي.

د امريکايي خبري رسنيو د خبر له مخې، ځايي او فدرالي حکومت له يادې پېښې ۱۶ ساعتونه وروسته د ژغورلو چارې تصويب کړې او بیا له دې ۱۶ ساعتونو وروسته لومړنۍ ژغورندويه ډله، چې یوازې تر ۲۰ کم غړي لري، د پېښې ځای ته ورسيده.

د امريکا اېن بي سي د جولای پر درېيمې په خپل راپور کې ليکلي، چې د ژغورلو هڅه په دومره کم موثريت روانه ده، چې د انسان له قتل سره برابره ده.

په امريکا کې يادې پېښې ته ورته ډول پېښې کله کله رامنځته کيږي او له دې څخه د امريکايي حکومت د کم موثريت او د دغه هېواد د سیاسي نظام د نيمګړتيا ښکارندويي کوي، خو د دغه هېواد سياستوال په خپلو  ستونزو سترګې پټوي او کله کله د بشري حقونو په پلمه پر نورو هېوادونو انتقاد کوي.