چارلس فريمن: په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزو په پلمه د امريکا جګړه ناکامه شوه
CRI2021-07-04 14:27:46
شريکول:

د امريکا او ناټو ځواکونه د جولای پر دويمه نېټه د افغانستان کابل ته نژدې د بګرام له هوايي اډې څخه وتلي دي. د امريکا اړوند چارواکي وويل، چې ښايي په دغه اډه کې نور لږ شمېر امريکايي پوځیان د جولای له څلورمې نېټې مخکې له افغانستان نه ووځي.

 د امريکا ډيپلومات او د دفاع وزير پخواني مرستيال چارلس فريمن له چيني رسنۍ دپېپر (The paper) سره د مرکې په ترڅ کې  زیاته کړې، چې تش په نامه د ترهګرۍ ضد نړيواله مبارزه سمه نه ده، ځکه، چې په دې پلمه پيل شوې جګړې د ترهګرۍ ضد چارو کې ناکامې شوې، خو ډېر کم کسان غواړي دغه حقيقت افشا کړي. نوموړي وویل، چې ډېر لږ کسان غواړي په افغانستان کې د سياسي سيستم د جوړېدو په باره کې د امريکا د ناکامېدو نتيجه ومني.

 دغه راز فریمن زیاته کړه، چې د امريکا  ډېر کارونه د تېرې پيړۍ په اتيايمې لسيزې کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد کاپي دياو له حقيقتونو څخه څرګنديږي، چې امريکا د پخواني شوروي اتحاد په شان په افغانستان کې د سياسي سيستم د جوړېدو په بهير کې ناکامه شوه.

 د ده په نظر، که افغانستان بيا د نړيوالو ترهګرو لپاره سرپناه وګرځي، ښايي امريکا بيا دغه هېواد ته راستنه شي،خو امريکا بايد  افغانان وهڅوي، چې په خپله د دغه هېواد مسئله حل کړي.