د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په درېيمه نېټه په چينګهوا پوهنتون کې د نړيوالې سولې د نهم فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
نوموړي وويل، چې مونږ بايد په څرګنده توګه له ډله ييز مقاومت سره مخالفت وکړو.(Zero-sum game)زيروـ سم لوبه د سړې جګړې ذهنيت دی، چې د بېلا بېلو هېوادونو له خوا د سولې، پرمختګ او همکاريو له ګډو هيلو سره سمون نه لري. ده زیاته کړه، چې د هند او ارام سمندر سيمې په اړه د امريکا له خوا پلې شوې ستراتيژي، چې موخه يې ډله ييز مقاومت دی، د سړې جګړې د مفکورې بيا پيل دی او د تاريخ د بېرته ستنولو يو عمل هم دی.
همدا راز نوموړي وویل، چې مختلف هېوادونه بايد د متقابل درناوي، عدالت، همکاريو او د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو پربنسټ د نوي ډول نړيوالې اړيکې ټينګې کړي.