د اصلاحاتو زړورتوب د چين د کمونېست ګوند د تلپاتې فعاليت کيلي ده
CRI2021-07-05 14:32:27
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په لمانځغوڼده کې وويل، چې زموږ ګوند له ډېرو ننګونو او مشکلاتو څخه تېر شوی او حياتي ځواک يې زورور ښکاري، يو مهم سبب يې دا دی، چې موږ تل پر دې ټينګار کړی، چې د کمونيست ګوند ټول غړي بايد د ګوند د تنظيم او ادارې چارې پر غاړه واخلي او خپل ډيسپلين بايد پياوړی کړي او د پرمختګ د بېلابېلو پړاوونو پر وړاندې شته مختلفې ننګونې او ګواښونه بايد ليرې کړي.

د چين د کمونېست ګوند سل کلنو کوښښونو ته په کتو؛ دا څرګنده ده، دغه ګوند له  خپل ځان څخه اصلاحات پيل کړي دي او همدغه زړور اصلاحات د نورو سياسي ګوندونو په پرتله د دغه ګوند ځانګړې نښه او وړتيا ده. دغه ګوند په ۱۹۲۶م کال کې د فساد ضد لومړی سند خپور کړی دی. د چين کمونېست ګوند د چين د انقلاب د لارښوونې، د نوي چين د جوړونې او د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق په شمول په بېلا بېلو مرحلو کې د ګوند د ډيسپيلن د پياوړتيا په برخه کې پر له پسې ګامونه پورته کړي دي.  په تېره بيا د دغه ګوند د اتلسم ملي کانګرس له جوړېدو راهيسې د فساد ضد مبارزې کې د (( صفر زغم )) په رويه جدي اقدامات تر سره کړي او له دې لارې يې د مشرۍ او مبارزې ځواک  په څرګنده توګه لوړ کړی دی.

د چين د رسمي شمېرنې له مخې، د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس وروسته د دغه هېواد د ديسپلين د نظارت ارګانونو د ۳ ميليونه او ۸۰۵ زرو قضيو سپيناوی کړی او ۴ ميليونه او ۸۹ زره تنه يې د قانون منګولو ته سپارلي دي. د چين حکومت له ۲۰۱۵م کال راهيسې له ۱۲۰ بهرنيو هېوادونو او سيمو څخه پر فساد ککړ پېښو  ۹۱۰۰ تښتېدلي مجرمين بېرته هېواد ته راوستلي او له ۲۱ ميليارډو يوانو زيات اختلاس کېدوونکې پيسې يې ترې اخيستې دي.

فساد د ټولو هېوادونو د واکمنو ګوندونو پر وړاندې ګډه ننګونه بلل کيږي، خو د چين د کمونېست ګوند په شان بل سياسي ګوند نه ليدل کيږي چې د فساد ضد مبارزه د ګوند د پايښت لپاره مهمه وبولي او په دې برخه کې دوامداره کلک اقدامات غوره کړي. ځکه د چين کمونېست ګوند شخصي ګټو پسې نه ځي او تل پر خپلې اصلي موخې ټينګار کوي، پر خپلو نيمګړتياوو سترګې نه پټوي او رامنځته شويو ستونزو څخه ډډه نه کوي او خپل ځان تر تدقيق لاندي نيسي او اصلاحات له خپل ځانه پيل کوي.

د چين د شمېرنې ملي ادارې د ۲۰۲۰م کال په پای کې يوه سروې خپره کړه، چې له مخې يې ، ۹۵ اعشاريه  ۸  سلنه چينايان د چين د کمونېست ګوند د ديسپلين د پياوړتيا او له فساد سره د مبارزې په اړه پوره باور لري، چې دغه رقم د ۲۰۱۲م کال په پرتله ۱۶ اعشاريه ۵ فيصده زياتوالی ښيي.

له فساد سره مبارزه د چين کمونېست ګوند د ادارې د چارو يوه برخه ده. د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر کې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي ګانګرس په څلورمه عمومي غونډه کې د هېواد د اداري سيستم او خجراييه قوې د عصري کېدو په شمول زيات مهم کارونه ترتيب شول. په دغو کارونو کې لومړنی ټکی دا دی، چې د ګوند د لارښوونکي نظام پر سيستم ټينګار شوی او دغه سيستم بايد لا نور بشپړ شي. له دې څخه ښکاري، چې دغه ګوند د مسئوليت لوړ احساس لري او د کورنيو او بهرنيو ننګونو د ليرې کولو او د پرمختګ د موخو د پوره کولو لپاره د هېواد د لارښوونې په برخه کې فعال دی.

د واکمن ګوند اداره د يوه هېواد د حکمتوالۍ مهم تضمين دی. د خپل ځان د اصلاحاتو او د ګوند د ادارې په برخه کې د چين د کمونېست ګوند کوښښونه نه يوازې په چين کې د حکومتوالي د سويې د لوړوالي سبب دی، بلکې د نورو هېوادونو د سياسي ګوندونو لپاره يې هم ګټورې تجربې برابرې کړې دي. د کيوبا د نړيوالو سياسي چارو څېړنيز مرکز کارپوه جوسي روباينا په دې اند دی، چې د چين د کمونېست ګوند د ادارې پياوړتيا  په دغه هېواد کې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ د موخو د پوره کېدو لپاره کلک بنسټ ايښودلی او دغه تجربې د کيوبا لپاره ډېرې ګټورې دي.

د چين کمونېست ګوند مېړانه او توان لري چې خپلې نيمګړتياوې ليرې کړي او تلپاتې فعاله حياتي قوه او د مبارزې پياوړی ځواک وساتي او د چينايانو د لا ښه نيکمرغه ژوند او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره مداومه هلې ځلې وکړي.