د شن جو ۱۲مې فضايي بېړۍ دوو فضانوردانو په لومړي ځل د بېړۍ په بهر کې کارونه ترسره کړل
cri2021-07-05 09:50:06
شريکول:

د چين د انسان وړونکي فضايي مرکز خبر ورکړی، چې د جولای د ۴مې نېټې د ماسپښين په ۲ بجو او ۵۷ دقيقو، د شن جو ۱۲مې فضايي بېړۍ دوو فضانوردانو ليو بو مينګ او تانګ هونګ بو د ۷ ساعتو لپاره د بېړۍ په بهر کې ټول ټاکل شوي کارونه ترسره کړل او ور پسې د فضايي بېړۍ مرکزي برخې ته بېرته ننوتل. له دې څخه ښکاري، چې د چين د فضايي سټېشن پروژې په اړه د بېړۍ بهر ته د فضانوردانو د لومړي ځل وتلو دنده بريالۍ ترسره شوې. دا په ۲۰۰۸م کال کې د شن جو ۷مې انسان وړونکې فضايي بېړۍ تر دندې وروسته، چيني فضانوردانو دوهم ځل دی، چې د فضايي بېړۍ په بهر کې يې کارونه ترسره کړل او د فضايي سټېشن پروژې په پروسه کې يې لومړۍ دنده وه.
 (هيله)