شي جين پينګ به د چين کمونېست ګوند او بهرنيو سياسي ګوندونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي
CRI2021-07-05 10:00:45
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو اړيکو څانګې وياند هو جاو مينګ د جولای په ۵مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د کمونېست ګوند او بهرنيو سياسي ګوندونو د مشرانو غونډه به د جولای په ۶مه نېټه په انلاين ډول تر سره شي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ به له بېجينګ څخه په دغه انلاين غونډه کې ګډون او وينا وکړي. د څه باندې ۱۶۰ هېوادونو د سياسي ګوندونو او سازمانونو کابو ۵۰۰ مشران او څه دپاسه لس زره استازي به په ياده غونډه کې ګډون وکړي چې سرليک يې دی، خلکو ته نيکمرغي راوړل د سياسي ګوندونو دنده ده.

دغه غونډه د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې د يادونې په پار د څواړخيزې ډيپلوماسۍ يو مهم فعاليت دی چې موخه يې د نړۍ د مختلفو سياسي ګوندونو ترمنځ د حکومتوالۍ د اړوندو تجربو شريکول دي. 

( سپوږمۍ)