د چين د خارجه وزارت وياند: امريکا د نړۍ د انټرنيټي امنيت لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی
CRI2021-07-06 09:51:57
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۵مه نېټه د امريکايي حکومت لخوا د سفوټ وير ډلې د کاروونکو ډېتا د غير قانوني تر لاسه کولو په اړه څرګنده کړه، چين له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د نړۍ د انټرنيټي امنيت د خرابولو او له نړيوالو قواعدو څخه د سرغړونې په اړه د امريکا کړنې په ګډه افشا کړي او د دغه هېواد له يادو کړنو سره دې ټينګ مخالفت وکړي.

د خبر له مخې، د امريکا د سفوټ وير ډلې مرستيال مشر د دغه هېواد د استازيو مجلس د عدلي کمېټې په يوه غونډه کې خبر ورکړی چې د امريکا د قانون پلی کولو ارګانونو له تېرو ۵ کلونو راهيسې يادې ډلې ته له ۲۴۰۰ نه تر ۳۵۰۰ پورې پټ حکمونه ورکړي او له دې لارې يې د دغې ډلې د کاروونکو ډېټا تر لاسه کړې ده. دغسي کړنې د امريکا د محکمو تر څار لاندې نه دي راغلي. وياند وانګ ون بين په دې اړه وويل، له واقعيتونو څخه يو ځل بيا څرګندي چې امريکا د پټو دروازو د پرانيستلو او په ناقانونه توګه د کاروونکو ډېتا د لاسته راوړلو لپاره تصدۍ اړ کړې دي. امريکا د نړۍ د انټرنيټي امنيت لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی. 

( سپوږمۍ)