شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند او د نړۍ د سياسي ګوندونو په سرمشريزه غونډه کې وينا وکړه
Cri2021-07-06 22:56:49
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د سياسي ګوندونو سرمشريزه غونډه د بېجينګ په وخت د جولای د ۶مې نېټې د شپې په اته نيمو بجو په انلاين 

ډول پرانيستل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين بينګ له بېجينګ څخه په دغه غونډه کې انلاين ګډون او وينا وکړه.

دغه غونډه(( د خلکو لپاره د نيکمرغۍ لټول، د سياسي ګوندونومسئوليت دی))  تر عنوان لاندې ترسره شوه اوشاوخوا د ۱۶۰ هېوادونو د څه باندې۲۰۰ ګوندونو او سياسي ډلو تر ۵۰۰ ډېرو مشرانو پکې ګډون کړی و.

 شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، انساني ټولنه يو ځل بيا نوې څلورلارې کې بنده پاتې ده، نو په داسې حال کې موږ بايد يو له بل سره تقابل او که يو بل ته درناوی وکړو؟ يو له بل سره اړيکې پرې کړو او که پرانيستې همکارۍ وساتو؟  زيرو سم لوبه پرمخ يوسو او که په ګډو ګټو پسې وګرځو؟ مونږ ټول د دغو پوښتنو ځوابونه لرو او مسؤلیت يې هم زموږ پر غاړه دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې لویه زمانه پراخې سينې ته اړتيا لري. که موږ يوازې د خپل هېواد ګټو ته لومړيتوب ورکړو، نو نړۍ به زموږ لپاره ډېره کوچنۍ شي او هر وخت به ډېرې سختې سيالۍ روانې وي. که موږ انسانان د يوې داسې ټولنې په لټه کې شو، چې د ټولو برخليک سره تړلی وي، نو نړۍ به زموږ لپاره ډېره پراخه وي او هر ځای کې د ګډو همکاريو فرصتونه موندلی شو.

ياده غونډه د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې له لمانځغونډې وروسته ترسره کيږي او د چين د کمونيست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ له نړيوالې ټولنې او د نړۍ نورو ګوندونو سره د بشري برخليک په اړه د دې ګوند نظرونه شريک کړل او د چين د کمونېست ګوند په اړه يې د نړۍ د نورو ګوندونو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.