د چين د کمونېست ګوند او د نړۍ د سياسي ګوندونو سرمشريزه غونډه به د جولای د ۶مې نېټې په ماښام په انلاين ډول تر سره شي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين بينګ به له بېجينګ څخه په دغه انلاين غونډه کې ګډون او وينا وکړي. د چين ميډيا ګروپ او سين هوا خبري اژانس به ياده غونډه په ژوندۍ بڼه خپره کړي او د دغه هېواد مرکزي خبري رسنۍ او ټولنيزې رسنۍ به بيا د دغو خبرو عمده موضوعات له نړۍ سره شريک کړي.