د چين د کمونېست ګوند او چينايانو ترمنځ په اړيکو کې اختلاف اچوونکي اقدامات به هرومرو ناکامېږي
cri2021-07-06 11:49:31
شريکول:

 

   د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې په لمانځغونډه کې په ډاګه وويل چې ټول هغه شوم بدنيتونه چې غواړي د چين د کمونېست ګوند او چينايانو ترمنځ په اړيکو کې اختلافات واچوي، هرومرو به ناکام شي. د دغه ګوند څه باندې ۹۵ ميليونه غړي او څه دپاسه ۱.۴ ميليارډه چينايان به ورته هېڅ اجازه نه ورکړي.

د چين کمونېست ګوند سل کلن تاريخ ته په کتو، ويلي شو چې دغه ګوند تل له چينايانو سره ټينګې او نږدې اړيکې ساتلې او له جوړېدو راهيسې يې تل د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړی او ورکوي يې. دغه ګوند خپلې ځانګړې ګټې نه لري او دا د مارکسيزم تر لارښوونې لاندې د سياسي ګوند په توګه له نورو سياسي ګوندونو سره د توپيرونو يوه څرګنده نښه ده.

د چين  کمونېست ګوند سل کاله مخکې د چينايانو په مشرۍ نوی چين جوړ کړی، سوسياليستي جوړونې يې ترسره کړي، د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارې يې غوره او هراړخيزه شتمنه ټولنه يې جوړه کړې او اوس د ګډې سمسورتيا په لوري روان دی. ويل کېږي چې د دغه ګوند اصلي موخه د چينايانو د ژوند سويې لوړول دي. د يونان د بهرنيو چارو پخواني وزير جيورګيوس کتروګلوس ويلي، چې د چين کمونېست ګوند تل له چينايانو سره درېدلی او نږدې اړيکې يې ورسره ساتلې دي، دغه ګوند د چينايانو د لا ښه راتلونکی لپاره تر وسې پورې کوښښونه کوي.

د ۱۹۳۴ کال په نومبر مياشت کې د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د سرې اردو د اوږد مارچ په بهير کې درې تنه ښځينه سرتيرې په لنډمهالي توګه په يوې ځايي کورنۍ کې پاتې شوې وې او د تګ په وخت کې يې له ځان سره  يوازې بړستن درلوده او هغه يې نيمې پرې او يادې کورنۍ ته يې ډالۍ کړې وه، ځکه دغې کورنۍ څه نه درلودل، ډېره بېوزلۍ وه. دغه ګوند له خلکو سره په ګډه ننګونې ليرې کړي، څو د اوږد مارچ وروستی بریاليتوب تر لاسه کړی شي. د چين د سه چوان، يون نان او ګوی جو درېيو ولايتونو د سرحدي سيمې په يو کوچني کلي کې يو ځايي اوسېدونکي په ۲۰۱۹ کال کې د لارې پر غاړه د ډبرې يادګار جوړ کړی او ((د چين له کمونېست ګوند څخه مننه)) کليمې يې پرې حکاکې کړي، او له بېوزلۍ څخه د ايستلو په اړه يې له دغه ګوند څخه د مننې احساسات څرګند کړي دي. د دغه کس دغه کړنه دا ښيي چې د چين کمونېست ګوند له چينايانو سره نږدې او ټينګې اړيکې لري.

د ايدلمن په نوم د عامه اړيکو نړيوالې ادارې (Edelman) د ۲۰۲۰ کال د اعتماد د سروې نتيجه ښيي چې د چين خلکو د خپل هېواد پر حکومت د اعتماد انډول ۹۵ سلنې ته رسېږي، چې د سروې په ټولو اخيستونکو هېوادونو کې لومړی مقام نيسي. نو د چين د کمونېست ګوند او چينايانو ترمنځ په اړيکو کې د اختلافاتو اچولو ويناوې او اقدامات بيخي بې ځایه او  مزخرفه دي. د چين کمونېست ګوند  د نيکمرغه ژوند په اړه د چينايانو هيلې تل خپله دنده بللې او د دغه ګوند ټولو غړو د دې لپاره نه ستومانه کېدونکې هڅې کړي او کوي يې. دغه ګوند دا ټينګ هوډ هم لري چې خلک د تاريخ جوړونکي او رښتيني اتلان دي. د انسان وړونکو فضايي بېړيو برياليتوب، د سپوږمۍ اکتشافي پروژه او د سوپر شمېرنې په شمول يو لړ سترې علمي لاسته راوړنې د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د ټولو چينايانو د ګډو کوښښونو نتيجه ده. د چين کمونېست ګوند به د دوهمې سليزې موخې د عملي کېدو په لاره کې په مداومه توګه د چيني خلکو په مشرۍ لا زيات د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي.