لي که چيانګ د بريتانيا د صنعت او سوداګرۍ له استازو سره ويډيويي غونډه وکړه
cri2021-07-07 11:10:57
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د جولای د ۶مې نېټې په ماسپښین له بېجينګ څخه د بريتانيا د صنعت او سوداګرۍ له استازو سره ويډيويي غونډه وکړه. دواړو خواوو د چين او بريتانيا د اړيکو او همکارۍ، د کرونا وبا، له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د سوداګريزې زمينې د ښه والي په شمول د يو لړ موضوعاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړې. په دغه ويډيويي غونډه کې د څه باندې ۳۰ نړيوالو شرکتونو او ارګانونو مسئولانو ګډون کړی و. 

لي که چيانګ وويل، د چين او بريتانيا ترمنځ ثابتې اړيکې د ازادې او عادلانه سوداګرۍ د ساتلو، د نړيوال اقتصاد بيااحيا د هڅولو او له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې او د دواړو هېوادونو خلکو ته د لا زياتو ګټو رسولو لپاره ګټورې دي. چين غواړي له بريتانيا سره د متقابل باور، درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ پياوړې کړي تر څو د خپلمنځي اړيکو سالم او ثابت پرمختګ وهڅول شي. 

د بريتانيا ګډونوالو د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پرمختګ په اړه خوشحالي څرګنده کړه او و يې ويل، دوی د چين بازار ته ډېره پاملرنه کوي او د دغه هېواد پر پرمختګ پوره باور لري. د بريتانيا د صنعت او سوداګرۍ ټولنه غواړي له چين سره پانګونې او همکارۍ لا پياوړې او په بېلا بېلو ساحو کې ورسره خپلمنځي رښتينې همکارۍ لا نږدې کړي او دواړو هېوادونو د اړيکو ټينګښت به وهڅوي. (هيله)