شي جين پينګ: د چین او اروپا اړیکې بايد غښتلې کړو
cri2021-07-07 11:18:06
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای پر ۵مه په بېجينګ کې د فرانسې له ولسمشر امانويل ماکرون او دجرمني له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره ويډيويي سرمشريزه غونډه تر سره کړه. دا په تيرو ۳ مياشتو کې د نوموړو ۳ هېوادونو د مشرانو دویمه ويډيويي سرمشريزه غونډه ده. دا څرګنده ده چې چین او اروپا دوه اړخیزو اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

چین او اروپا په نړیوال جوړښت کې دوه مهم قطبونه دي او د دوی تر منځ د بنسټیزو ګټو تضاد شتون نه لري، خو په دې وروستیو کې په اروپا کې ځینو خلکو د امريکا ځینې سیاستوالان تعقیب کړي چې د هانکانګ او شينجيانګ اړوند مسئلو په پلمه پر چین نيوکي کوي، د چین او اروپا د پانګونې د تړون د پرمختګ مخه نیسي او د چین او اروپا د اړیکو پرمختګ ته يې خنډونه جوړ کړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې چین او اروپا د متقابل درناوي او د توپيرونو د منلو پر بنسټ د ګډو ګټو د لټولو لپاره په اصولو کې همکاري کوي. دغه څرګندونې د چین او اروپا لپاره لارښود په ګوته کړی چې مداخله له منځه یوسي او د دواړو خواوو د ثبات لرونکو اړیکو لپاره لاره جوړه کړي. له سیاسي لید څخه چین تل د اروپا د یووالي پروسې ملاتړ کړی. په ورته ډول د چین سیاسي نظام او د پرمختګ لاره هم باید د اروپا له خوا درناوی او درک شي. په تېرو سلو کلونو کې ، د چین کمونېست ګوند د چينايانو په مشرۍ د پرمختګ لاره روښانه کړې چې د چین له ملي شرایطو سره سمون خوري او د چينايانو ملاتړ يې تر لاسه کړی دی. هغه څه چې چین یې ډېره تمه کوي د ځان ښه وده کول دي، نه د نورو پر ځای کول. د دې معلوماتو پوهیدل به له اروپا سره مرسته وکړي چې د چین د پرمختګ په اړه غلط فهمۍ کمه کړي او د چین او اروپا د سیاسي متقابل اعتماد لپاره د ګټورو اړيکو فضاء رامنځ ته کړي.

د عملي همکاریو له لحاظه، چین غواړي ژر تر ژره له اروپايي ټولنې سره د دواړو خواوو د مشرانو ۲۳مه غونډه تر سره کړي او د ستراتیژۍ، اقتصاد او سوداګرۍ، کلتور، ډیجیټل او اقليم برخو کې د لوړې کچې ډیالوګ په ښه توګه ترسره کړي.

د نړیوالو چارو د شنونکو له نظره، چین پر دې ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړيوال سيسټم او د ملګرو ملتونو د منشور پراساس د نړيوالو اړیکو بنسټيز اصل وساتل شي. بر سېره پر دې، نړیوالې چارې باید د ټولو خواوو د سوله يیزې مشورې له لارې اداره شي. له دې څخه ریښتینی څو اړخیزم څرګندېږي.

د جرمني او فرانسوي مشرانو د چین وړانديزونو ته مثبت ځوابونه ورکړل. د جرمني صدراعظمې میرکل وویل چې اروپا او چین ډیرې ګدې نظريې لري او د همکارۍ لپاره یې ترمنځ ډیرې ساحې شتون لري. دواړه خواوې باید یو بل ته درناوی وکړي او د خبرو اترو له لارې خپلمنځي توپیرونه کم کړي. هغه ژر تر ژره د اروپايي اتحادیې - چین د مشرانو د غونډې د جوړیدو ملاتړ کوي. د فرانسې ولسمشر مکرون همدارنګه د اروپا او چین د پانګونې د تړون ملاتړ کوي او چمتو دی چې د اقلیمي بدلون په مسئلو کې له چین سره تبادلې او همغږي پیاوړې کړي.

 اوس په نړۍ کې د کرونا وبا حالت لا هم سخت دی او د اقتصادي رغیدو امکانات ناڅرګند دي. نړۍ له هرکله څخه متقابل احترام او همکارۍ ته اړتیا لري.

په نړۍ کې د دوو لويو ځواکونو په توګه د چین او اروپا همکارۍ ډیر نړیوال ستراتیژیک اهميت لري.  چین هيله لري چې اروپايي هېوادونه کولای شي توپیرونه په سم ډول حل کړي، له نړېوالو ننګونو سره مقابله کې برخه واخلي او د ریښتیني څو اړخيزم د ساتلو لپاره مثال وټاکي.