سياسي ګوندونه بايد د خلکو د نيکمرغۍ او د بشر د پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي
CRI2021-07-08 14:45:02
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په شپږمه نېټه د دغه ګوند او د نړۍ د سياسي ګوندونو د مشرانو په انلاين سرمشريزه غونډه کې وويل، چې (( سياسي ګوندونه د بشر د پرمختګ مهم قوت دی او پر مناسب لوري دې ګامونه پورته کړي او د خلکو د نيکمرغۍ او د بشر د پرمختګ مسئوليت دې پر غاړه واخلي. ))

سياسي ګوندونه د هېوادونو په سياسي چارو کې مهم رول لوبوي او هم د تمدنونو د ابادۍ مهمې قوې دي. د کرونا وبا د اغېزو او د نړيوالو حالاتو د سترو بدلونونو پر وړاندې د بشر ټولنه له ډېرو ګواښونو او ننګونو سره مخه ده او د نيکمرغه ژوند په اړه د مختلفو هېوادونو د خلکو ارمان او غوښتنه بيخي څرګنده شوې ده. د بېلا بېلو هېوادونو سياسي ګوندونه بايد د ګډو ننګونو د له منځه وړلو او د خلکو د اړتياوو د پوره کولو لپاره فعالې هڅې وکړي او لا لوی مسئولت دې پر غاړه واخلي. کرونا وبا لا هم په نړۍ کې په خورېدو ده او بې ساري بدلونونه روان دي. د چين کمونېست ګوند د سياسي ګوندونو نړيواله سرمشريزه غونډه تر سره کړه، چې کچه يې تر ټولو لوړه او پيمانه يې تر ټولو لويه وه. نړۍ د دغې غونډې په اړه لوړ اميدونه درلودل.

رئيس شي جين پينګ په نوموړې انلاين سرمشريزه غونډه کې د ۱۶۰ هېوادونو د څه باندې ۵۰۰ سياسي ګوندونو او سياسي سازمانونو له مشرانو او د سياسي ګوندونو او بېلا بېلو برخو تر ۱۰ زرو زياتو استازو سره د خلکو د نيکمرغۍ او د سياسي ګوندونو د مسئوليت تر عنوان لاندې بحثونه وکړل. شي جين پينګ د مسير د لارښوونې، د ګډو نظريو د راغونډونې، د پرمختګ د هڅونې، د همکارۍ د پياوړتيا او د ادارې د بشپړوالي په شمول په پنځو برخو کې د سياسي ګوندونو پر غاړه مسئوليت بيان کړ او د يادې مسئلې په اړه يې د چين د کمونېست ګوند پېشنهاد وړاندې کړ.

په دغه پېشنهاد کې د سياست، اقتصاد، ټولنې، ايکولوژيکي تمدن او نړيوالې ادارې په شمول د بېلا بېلو برخو موضوعات شامل دي. دغه پېشنهاد له سياسي ګوندونو څخه غوښتنه کړې، چې د خلکو د زړه غږونه دې واوري، د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د پياوړتيا لپاره دې هڅې وکړي، د بشر د ګډ ارزښت لپاره دې ښه رول ولوبوي، د نړيوالو ننګونو ضد مبارزې کې دې لاس يو کړي او د خپل هېواد له وضعيت سره سم دې ديموکراتيکې او سياسي چارې ابادې کړي. (( د خلکو د نيکمرغۍ او د بشر د پرمختګ لپاره خدمت کول )) د دغو غوښتنو ګډه موخه ده.

د ارجنټاين د عدالت ګوند مشر او د دغه هېواد ولسمشر البيرتو فيرنانديز په انلاين سرمشريزه غونډه کې وويل، د رئيس شي جين پينګ وينا ژوره معنا لري او د بېلا بېلو هېوادونو د سياسي ګوندونو د استازو لپاره ارزښت لري.

د چين د کمونېست ګوند ياد پېشنهاد د دغه ګوند له لومړنۍ موخې سره سمون لري او د ګوند هغه ستره اراده يې څرګنده کړې ده، چې د چين کمونېست ګوند د چينايانو د نيکمرغۍ د موندلو او د بشر د انکشافي چارو د هڅونې سياسي ګوند دی. د چين کمونېست ګوند به د زمانې د بدلونونو پر وړاندې څرنګه د چين مشري وکړي او نړۍ ته به څه خدمت وکړي؟ شي جين پينګ په خپله ونيا کې د يادو مسئلو په اړه مشخص معلومات ورکړل.

(( د چين د کمونېست ګوند د نه ستومانه کېدونکو کوښښونو موخه دا ده، چې د دغه ګوند به د خپل هېواد چارې به په ښه توګه تر سره کړي، يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو چينايانو ته به لا ښه ژوند ورکړي او د بشر سوله او پرمختګ به وهڅوي. )) د چين کمونېست ګوند له خکلو سره جدي ژمنې کړي او نړۍ سره يې هم ژمنې کړي دي. دغه ګوند به د نړۍ له نورو سياسي ګوندونو او سازمانونو سره د بشر د پرمختګ پر مناسب لوري د لا ښکلي راتلونکي لپاره ګډې هڅې وکړي.