پر هانکانګ د امريکا بنديزونه بې ځايه دي
cri2021-07-09 11:55:19
شريکول:

د امريکا سپينې ماڼۍ د جولای په ۷مه نېټه د هانکانګ د وضعيت او د خپل د هېواد د بېړنيو حالاتو په پلمه پر هانکانګ د بنديزونو د غځېدو اعلان وکړ. د امريکا کړنې دا ښيي چې د دې هېواد اوسنی حکومت د تېرې دورې حکومت ناسمو تګلارو ته دوام ورکوي او د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې بدنيت لري. د امريکا دغه کړنه د نړيوالو قوانينو او نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه کړې او چين ورسره کلک مخالفت کوي.

 امريکا په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د يادې پرېکړې لامل يې دا دی چې د هانکانګ په هکله د چين حکومت اقدامات د امريکا ملي امنيت، ديپلوماتيکو تګلارو او اقتصادي ګټو ته ګواښونه رسوي. د امريکا دغه کړنه بيخي بې ځايه ده، ځکه هانکانګ د چين يوه برخه ده، د دې سيمې اداره د چين کورنۍ چارې دي او له امريکا سره هېڅ اړيکې نه لري او د امريکا ملي امنيت ته ګواښ رسول بيخي بې ځایه پلمه ده. په چين کې د امريکايي سوداګرو ټولنې څو ورځې مخکې په دغه هېواد کې د امريکايي تصديو په اړه يو سپين کتاب خپور کړ چې پکې ليکل شوي، دوه پر درېيمه برخه امريکايي تصدۍ پلان لري چې په چين کې خپلې پانګونې زياتې کړي. که چين امريکا ته ګواښونه رسوي، نو بيا ولې امريکايي تصدۍ په دغه هېواد کې د پانګونې پلان لري؟

په حقيقت کې امريکا له اوږدې مودې راهيسې له ګډوډۍ جوړونکو څخه ملاتړ کړی او پر چين يې ډېر بې ځایه تورونه لګولي، او د چين حاکميت، ملي امنيت او ګټو ته يې سخت زيانونه رسولي دي. امريکا پر هانکانګ بنديزونو ته دوام ورکوي، موخه يې دا ده چې د هانکانګ د ناارامتيا له لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي. خو اوسنی هانکانګ د پخوا په پرتله بېل دی او دوی ته به د خپلو شومو بدنیتونو د ترسره کولو اجازه ورنه کړي.

د چين مرکزي حکومت له يو کال راهيسې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتلو قانون تطبيق کوي، په هانکانګ کې يې د انتخاباتو نظام  بشپړ کړی، د هېواد  امنيت او د هانکانګ د ټولنې ثبات يې ساتلی او د هانکانګيانو بېلا بېل حقونه يې تضمين کړي دي. هانکانګ اوس نوې بڼه ښکاره کړې ده.

هانکانګۍ ځوانې چن ینګ شين څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۷مه غونډه کې د غيرحکومتي سازمان د استازې په توګه وينا وکړه او و يې ويل، چې هانکانګيان په دې سيمه کې د هېواد امنيت ساتلو قانون د تطبيق هرکلی کوي، ځکه چې دغه قانون د دوی د عادي ژوند حقونه ساتي. هغې په ډاګه کړه چې لوېديځ هېوادونه بايد په دې پوه شي چې د هانکانګ ځوانان له خپل هېواد سره مينه لري او د خپل هېواد په کورنيو چارو کې د نورو له لاسوهنې سره کلک مخالفت کوي.

امريکا يو کال مخکې پر هانکانګ د بنديز لګولو په وخت کې ويلي و، چې زياتې بهرنې پانګونې به له هانکانګ څخه وايستل شي. خو د دې خبرې برعکس له يو کال راهيسې هانکانګ لا زياتې بهرنې پانګې راجلب کړې دي. د يوې شمېرنې له مخې، هانکانګ په تېر يو کال کې د ۵۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت بهرنۍ پانګې راجلب کړي، د روان کال په لومړۍ ربعه کې د هانکانګ د توليداتو په ارزښت کې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۷.۹ سلنه زياتوالی راغلی دی. نړيوال وجهي صندوق څو ورځې مخکې د يو راپور په خپرولو سره د پولي مرکز په توګه د هانکانګ مقام بیا تائید کړی دی. ويل کېږي چې د هانکانګ پرمختګ د هانکانګيانو د زخمتکښونو او د هېواد د پياوړي ملاتړ نتيجه ده، او بهرني ځواک سره هېڅ اړيکې نه لري. امريکا د بنديزونو له لارې هانکانګ ته ګواښ کوي، خو د امريکا دغې کړنې په تېر، اوس او راتلونکی کې به هم کوم ځای و نه نيسي؟