چين، روسيې او سوريې پر بشري حقونو د استراليا تيری کوونکو کړنو ته ځانګړې پاملرنه وکړه
CRI2021-07-09 09:58:03
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۷مې غونډې د استراليا د بشري حقونو په اړه د درېيم پړاو ارزونې راپور وڅېړه. د چين، روسيې او سوريې په شمول ځينو هېوادونو او د م.م د کډوالو ادارې استازي پر بشري حقونو د استراليا تيري کوونکو کړنو ته ځانګړې پاملرنه وکړه.

په ژنيو کې د م.م په دفتر کې د چين د دايمي پلاوي وزير مختار جيانګ دوان په خپله وينا کې وويل، چين پر بشري حقونو د استراليا تيري کوونکو کړنو ته پاملرنه لري. استراليايي پوځيانو په بهرنيو نظامي عملياتو کې عام وګړي وژلي او سخت جنګي جرمونه يې کړي، خو دوی لا هم د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي. استراليا په درېيم هېواد کې ګڼ شمېر کډوال او پناه وړونکي بند کړي او د دغو کسانو پر بنسټيزو بشري حقونو يې تيری کړی دی. د استراليا په داخل کې د ملي لږکيو، مسلمانانو او بوميانو ضد تبعيض او جرمونه سخت او ډېر دي. استراليا بيا بيا په سياسي موخه جعلي معلومات خپاره کړي او د بشري حقونو په پلمه يې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کړې دي. چين له دغه هېواد څخه غواړي، چې د بشري حقونو په برخه کې خپلو سختو مسئلو ته پاملرنه وکړي او سمدلاسه دې بېلا بېلې تيري کوونکې کړنې بندې کړي او د بشري حقونو د ساتلو لپاره دې رښتيني اقدامات ونيسي.