د افغان حکومت او طالبانو استازي: جګړه د دغه هېواد بحران نه شي حلولی
CRI2021-07-09 09:50:49
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د جولای په اتمه نېټه د ايران په پلازمينې تهران کې خبرې اترې وکړې او ورپسې يې د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه، دواړه خواوې په دې نظر دي چې جګړه د دغه هېواد بحران نه شي حلولی او د روان بحران د سياسي حل لپاره به ګډې هڅې وکړي.

د ايران مهر اژانس خبر ورکړی، چې نوموړې دواړه خواوې دغه خبرې اترې د افغان مسئلې د سياسي حل د هڅولو نوی فرصت بولي او له دې سره يې موافقه کړې، چې ډېر ژر به د خبرو اترو راتلونکی پړاو پيل کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت پر ويبپاڼې د خپور شوي خبر له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په همدې ورځ د يادو خبرو اترو له پای ته رسيدو وروسته د افغانستان له بېلا بېلو خواوو څخه وغوښتل، چې د فرصت په نيولو سره دې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي او د افغانانو لپاره د پرمختګ زمينې دې برابرې کړي. ايران به په هرې لارې د دواړو خواوو ترمنځ پر له پسې بحثونه وهڅوي.