د امريکا د ايم ايس اين بي سي (MSNBC) تلويزيون وياند کريس هايس د جولای د ۷مې نيټې په سهار وختي په خپلې ټويټر پاڼې کې د چين د سينهوا خبري اژانس يو کارتوني انځور شېر کړی چې محتويات يې په امريکا کې په زور زياتي پيښو ورټول دې. په دغه کارتون کې د ډزو پېښې او زور زياتي غندل شوي دي.
د امريکا د نيويارک ايالت مشر اندريو کومو ويلي چې په دغه ايالت کې د ډزو په وسيله د زور زياتی مسئلې ترينګلي شوي او حکم يې کړی چې د دغو پيښو د مخنيوي او دفاع په چارو کې ۱۳۸اعشاريه ۷ ميليونه ډالره ولګول شي.
د امريکا د يوې خپلواکې څيړنيزې ډلې د شميرو له مخې، د امريکا د خپلواکۍ ورځې په موده کې په ټول هېواد کې د ډزو څه دپاسه ۴۰۰ پيښې رامنځته شوې چې له امله يې ۱۵۰ تنه مړه شوي دي.