د هانکانګ د ملي امنيت قانون د دې سيمې او هانکانګيانو د ګټو په ساتلو کې کليدي رول لري
CRI2021-07-09 11:03:22
شريکول:

که څه هم د چين په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتونکي قانون د پلي کېدو له يو کال راهيسې د چين ضد ځينو لويديځو کړيو له بې بنسټه انتقاد سره مخ شوی، خو د دغه قانون د تطبيق اغېزې ښيي، چې دغه قانون د هانکانګ او هانکانګيانو د ګټو په ساتلو کې کليدي رول لوبولی دی. د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې حکومت په دې وروستيو کې د ملي امنيت او د کورنيو د نيکمرغۍ تر عنوان لاندې د نوموړي قانون په اړه فورم تر سره کړ او د دغه قانون د وړتيا په اړه يې لا زيات معلومات خپاره کړل.

لومړی، دغه قانون د هانکانګيانو زړونه ډاډه کړي دي. دغه قانون د اغتشاش کوونکو او بهرنيو لاسوهنو په مقابل کې او د زياتره هانکانګيانو د حقونو او ګټو د ساتلو په موخه تطبيق کيږي. د دغه قانون د پلي کېدو له يو کال راهيسې د هانکانګ ټولنيز نظام اعاده شوی دی.

دوهم، دغه قانون د هانکانګ مقام خوندي ساتلی دی. هانکانګ له تېر يو کال راهيسې د دغه قانون په رڼا کې د پولي چارو، سمندري ترانسپورټ او سوداګرۍ په برخو کې د نړيوال مرکز په توګه خپل مقام لا ټينګ او پياوړی او د سوداګرۍ چاپيريال يې ښه کړی دی.

درېیم، دغه قانون د هانکانګ د روښانه راتلونکي مناسب لوری تاييد کړی دی. دغه قانون د هانکانګ د خونديتوب او آرامۍ چاپيريال اباد کړی او د هېواد د پرمختګ په جريان کې د هانکانګ د ګډون لپاره يې زمينه برابره کړې ده.