چين: په افغانستان کې د امريکا کړنو د دغه هېواد رياکارانه بڼه ښودلې
CRI2021-07-10 12:09:20
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای پر ۹مه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې امريکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو په چارو کې خپل مسئوليت او وظيفه له پامه غورځولې او دغو کړنو د دغه هېواد رياکارانه مخ څرګنده کړې ده.

د خبر له مخې، امريکايي ځواکونو په دې وروستيو کې له بګرام اډې څخه د وتلو نه مخکې د افغانستان حکومت ته خبر نه و ورکړی، چې له دې امله ګڼ شمېر توکي ورک شوي دي او د افغانستان حکومت ته د دې اډې د سپارلو په اړه ډېر مشکلات پیدا شوي. په افغانستان او نړيواله ټولنه کې د امريکا پر دغو غيرمسئولانه کړنو د انتقاد غږونه راپورته شوي دي. وانګ ون بين دې ته په اشاره وویل، له زياتو حقيقتونو څخه دا څرګنده شوې چې امريکا تل د نړيوال اخلاق او شخصي ګټو پر وړاندې شخصي ګټې انتخابوي.

نوموړي وويل، چين د افغانستان نژدې او دوست ګاونډی دی او تل د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنې بشپړوالي د ساتلو لپاره د افغانانو له کوښښونو څخه ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، چين تل پر دې ټينګار کوي، چې د افغانستان مسئلې حل بايد د افغانانو ترمشرۍ او حاکميت لاندې وي.