شي جين پينګ د اصلاحاتو د هراړخيزې پياوړتيا په اړه د غونډې مشري وکړه
CRI2021-07-10 12:04:49
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د نهمې نېټې له غرمې وروسته د اصلاحاتو د هراړخيزې پياوړتيا په چارو کې د نوموړې کميټې د کميسيون د ۲۰مې غونډې مشري وکړه. په دغه غونډه کې ((د نوي پرمختيايي جوړښت د آبادۍ د چټکوالي په اړه لارښوونکې نظريې))، ((د تخمونو د روزلو چارو د سمسورتيا عملي پلان))، ((د چينګ های - شي ځانګ په لوړه کې د ايکولوژۍ او چاپيريال د ساتنې او دواملرونکي پرمختګ پلان)) او ((د ازادې سوداګرۍ په ازمويښتي سيمو کې د سوداګرۍ او پانګونې د اسانتياوو لپاره د اصلاحاتو او نوښت اقدامات)) موضوعات تر سنجش لاندې راوستل شوي او بيا تصويب شوي دي.

شي جين پينګ په دغه غونډه کې وويل، چې د نوي پرمختيايي جوړښت آبادي يو مهم ستراتيژيکی قدم دی او د هېواد په ژوند، د سيالۍ ځواک او دوام لرونکي پرمختګ پورې اړه لري. بېلا بېلې سيمې او څانګې بايد د نوي پرمختيايي جوړښت د آبادۍ په اساس خپل کارونه ترتيب کړي او رښتيني ګامونه پورته کړي.