د چين خارجه وزير به د مرکزي اسيا له ځينو هېوادونو څخه ليدنه وکړي
CRI2021-07-10 11:12:46
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای پر ۹مه په مطبوعاتي غونډه کې وويل چي د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د جولای له ۱۲مې څخه تر ۱۶مې پورې له ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه ليدنه وکړي. هغه همدا راز زياته کړه چي وانګ يي به د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو شورا په غونډه، د شانګهای همکارۍ سازمان ـ افغانستان د ارتباطو ګروپ د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه او د منځنۍ او جنوبي اسيا "په سيمه ييز تګ راتګ کې د چلينج او فرصت" په نوم لوړ پوړي نړيواله غونډه کې ګډون وکړي.

وانګ ون بين وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان غړيو هېوادونو موافقه وکړه چې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې وروسته به د شانګهای همکارۍ سازمان ـ افغانستان د ارتباطو ګروپ د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه تر سره کړي. وانګ يي به د نورو غړيو هېوادونو او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو سره د سيمه ييز امنيت او ثبات، د افغانستان د سولې او روغې جوړې بهير او د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا په اړه د نظرياتو تبادله وکړي. د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به ګډه اعلاميه خپره کړي، څو د افغانستان مسئلې په اړه ګډ دريځ څرګند کړي.