چين، بلاروس، روسيې او ونزويلا د لويديځو هېوادونو د بشري حقونو د مسئلو په اړه ناسته وکړه
CRI2021-07-10 12:30:22
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جولای پر ۹مه په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۴۷مې غونډې پر مهال د لويديځو هېوادونو د بشري حقونو د مسئلو په اړه د چين، بلاروس، روسيې او ونزويلا په کوربه توب يوه انلاين ناسبته تر سره شوه. په م.م کې د څه باندې ۴۰ هېوادونو د دايمي پلاويو او د م.م د بشري حقونو د چارواکو، د غيرحکومتي سازمانونو استازو او خبريالانو په شمول تر ۶۰ زياتو کسانو په دغه انلاين ناسته کې ګډون وکړ.

د بلاروس، روسيې، ونزويلا، ايران، د کوريا ديموکراتيک ولس جمهوريت (شمالي کوريا) او سريلانکا د ديپلوماتو په ويناوو کې، په لويديځو هېوادونو کې پر بشري حقونو په تيره بيا د کډوالو، بوميانو او ملي لږکيو پر حقونو سخته تيري کوونکې کړنې شتون لري. لويديځ هېوادونه خپل ځانونه ((پرمختللي)) او ((ديموکراتيک)) بولي، خو حقيقت دا دی چې دوی دوه ګونه معيارونه لري او په دې خوښيږي چې د بشري حقونو د تش په نوم ((ښوونکي)) رول لوبوي او پر نورو هېوادونو بې ځايه نيوکې کوي.

د چين، بلاروس، روسيې او ايتاليا په شمول د ځينو هېوادونو د څېړنيزو ارګانونو او ملکي ډلو استازو د دې ناستې ګډونوالو ته په امريکا، بريتانيا، فرانسې، جرمنې او کاناډا کې د نژاد پرستۍ، د پوليسو د زور زياتۍ، د کډوالو ضد تبعيض او د ځايي بوميانو د وژنې په اړه معلومات ورکړل.