د چين او د جنوبي آسيا د هېوادونو د بېوزلۍ کمولو او پرمختيايي چارو د همکاریو مرکز پرانيستل شو
CRI2021-07-10 12:07:48
شريکول:

د چين او د جنوبي آسيا د هېوادونو د بېوزلۍ کمولو او پرمختيايي چارو همکاريز مرکز د جولای پر اتمه د چين په چونګ چينګ ښار کې په رسمي توګه پرانيستل شو. د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال وو جيانګ هاو، د چونګ چينګ مرستيال ښاروال څای يون ګه، د چين د کليوالو سيمو د سمسورتيا ادارې ځانګړي څارونکي لي يو او په چين کې د افغانستان، پاکستان، نيپال، سريلانکا او بنګلاديش سفيرانو د نوموړي مرکز په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او ويناوې وکړې.

د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال وو جيانګ هاو په خپله وينا کې وويل، چې د دغه هېواد د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روان کال په اپريل کې د کرونا وبا ضد چارو په اړه د چين، افغانستان، پاکستان، نيپال، سريلانکا او بنګلاديش د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د چين حکومت په استازيتوب د دغه مرکز د جوړولو وړانديز کړی او د جنوبي آسيا د هېوادونو مثبت ځوابونه يې تر لاسه کړي دي.

د دغه مرکز موخه دا ده چې د قوتونو او سرچينو د راغونډولو او د هوښياري فکرونو د تبادلې له لارې د اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي په برخو کې د جنوبي آسيا له هېوادونو سره مرستې وکړي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو چارو ته پرمختګ ورکړي.

په چين کې د افغانستان، بنګلاديش، نيپال، پاکستان او سريلانکا سفيرانو په دغو مراسنو کې په وار سره ويناوې وکړې. نوموړو چيني ملت ته د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت مبارکي وويله او د دغه ګوند ستاينه يې وکړه چې د چين هېواد د دغه ګوند تر مشرۍ لاندې په بېلا بېلو برخو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. دوی د دغو شپږو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ کې د چين د لارښوونکي رول لوړه ارزونه وکړه.

چيني او بهرنيو مېلمانو د يادو مراسمو له پای ته رسيدو وروسته د چونګ چينګ ښار په ليو ين علاقه دارۍ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د کليوالو سيمو د سمسورتيا له نمونوي ځای څخه ليدنه وکړه.