وخت را رسېدلی چې د بشري حقونو د برخې تش په نامه استاد ګوښه کړل شې
cri2021-07-10 14:35:18
شريکول:

د م.م د بشري حقونو شورا ۴۷مې غونډې د جولای پر ۸مه د استرالیا د بشري حقونو په اړه د درېيم پړاو ارزونې راپور وڅېړی. د چين، روسيې او سوريې په شمول ځينو هېوادونو او د م د کډوالو ادارې استازو پر بشري حقونو د استراليا تيري کوونکو کړنو ته پاملرنه وکړه.

راځئ لومړی په استرالیا کې د بشري حقونو وضعیت ته وګورو. له سلګونو کلونو راهيسې، په استرالیا کې اصلي خلک ځپل شوي دي. د محافظه کار اټکل له مخې، کله چې په ۱۷۸۸ کال کې بريتانويان د لومړي ځل لپاره استرالیا ته ورسېدل، په استرالیا کې شاوخوا یو ميلیونبوميان میشت وه، خو د شلمې پیړۍ په پیل کې د بوميانو شمېر له ۲۰ زرو  څخه کم وو. په اوس وخت کې بوميان یوازې د استرالیا د نفوس ۳ اعشاريه ۳ سلنه جوړوی، خو دوی د دغه هېواد د زندان نفوس ۲۸ سلنه جوړوي، کوم چې په نړۍ کې تر ټولو زيات بندي نسل دی. په هرصورت، کله چې د م.م د بشري حقونو شورا د استرالیا د بشري حقونو د ضعیف ریکارډ غندنه وکړه، نو د استرالیا چارواکو او رسنیو دې ته سترګې پټې کړې.

د بوميانو مسئله د بشري حقونو په برخه کې د استرالیا د "تور ریکارډ"يو وړوکی کونج ښکاريپه دې وروستيو کلونو کې، په استرالیا کېنژاد پرستی د نه ختمیدونکي تاوتریخوالي لامل شوی. د استرالیا د نژاد پرستۍ پر ضد د غیرانتفاعي سازمانونو د څیړنو له مخې، په دغه هېواد کې مسلمانان، چيني الاصله او بوميان تر ټولو لویې ډلې دي چې د نژاد پرستۍ له خوا بريدونه پر شوي. پر دې کارونو د استرالیا سیاستوال هم سترګې پټې کړې.

د استرالیا ځینې سیاستوال د خپلو خلکو د بشري حقونو څخه بې پروا دي او د بهرنيانو پر وړاندې يې د بشري حقونو جدي جرمونه کړي دي.

د تېر کال په نومبر کې، په افغانستان کې د میشت استرالیايي ځواکونوله خوا د عامو وګړو د بې توپیره وژنو قضیه افشا شوهد استرالیا د دفاع وزارت د څېړنيز راپور له مخې، استرالیايي عسکرو په افغانستان کې د روزنې په پلمه ۳۹ عام افغان وګړي وژلي چې د نړیوالې ټولنې له خوا په کلکه وغندل شوه.

حقایق خلکو ته وایي چې "د بشري حقونو ښوونکی" یوازې د بشري حقونو نقض کونکی دی. دوی بايد ځان ته په هنداره کې وګوري او په دې اړه فکر وکړي چې په کور دننه او بهر کې د "بشري حقونو د وینې پور" څنګه بېرته ورکړي او د بشري حقونو په پلمه دې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله ودروي.