د شلو هېوادونو ډلې موافقه کړې، چې د مالياتو د نړيوال نظام اصلاحاتو ته به دوام ورکړي
CRI2021-07-11 14:23:20
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شلو هېوادونو ډلې د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو د جولای پر ۱۰مه د ايتاليا په وينيس کې دوه ورځنۍ غونډه تر سره کړه. د غونډې ګډونوالو د نړيوال اقتصاد او روغتيا، د اقتصادي احيا د هڅونې، د اقتصاد او ټولنې د دواملرونکي پرمختګ په اړه بحثونه وکړل او له دې سره يې موافقه وکړه، چې د مالياتو د نړيوال نظام اصلاحاتو ته به دوام ورکړي، تر څو په ګرده نړۍ کې د نړيوالو تصديو د مالياتو ټيټ انډول د ټاکلو لپاره زمينه برابره کړي.

د نوموړې غونډې په اعلاميه کې ويل شوي، چې ګډونوال د نړيوالو مالياتو د لا ثابت او عادلانه جوړښت په اړه مهمې هوکړې ته رسيدلي دي. د شلو هېوادونو ډلې د نوبتي رئيسه هېواد ايتاليا د اقتصاد او ماليې وزير له غونډې وروسته په مطبوعاتي ناسته کې وويل، د برخوالو هېوادونو تر لاسه شوې ګډه نظريه د دې لپاره ارزښت لري، چې د مالياتو نړيوال نظام په راتلونکو څو کلونو کې ثابت شي.