د ايران د ترانسپورټ څانګې له انټرنېټي حملو سره مخامخ شوي
CRI2021-07-11 14:28:03
شريکول:

د ايران د سرک او ښار د پرمختګ وزارت د جولای پر ۱۰مه له انټرنېټي حملې  سره مخامخ شو او له دې امله يې وېبپاڼه نه شي کارولی. له دې څخه يوه ورځ مخکې د دې هېواد د پټلۍ شرکت هم له انټرنېټي حملې سره مخامخ شو.

د ايران د سرک او ښار د پرمختګ وزارت په همدې ورځ يوه اعلاميه خپره کړه او په کښې راغلي، چې د دې وزارت د کمپيوتر سيستم له حملې سره مخامخ شو او له دې امله يې وېبپاڼه نه شي کارولی. د دې پېښې لامل لا تر پلټنې لاندې دی.

د ايران د رسنيو د خبر له مخې، د دې هېواد د پټلۍ د خدمت  ویبپاڼه پر ۹مه هم له انټرنېَټي حملې سره مخامخ شوه، د اورګاډو د معلوماتو سیستم شمېرې ويجاړې شوې او له دې امله د دې هېواد د بېلا بېلو سيمو د اورګاډو په سټېشنونو کې ګډوډي رامنځته شوې.

په دې وروستيو کلونو کې د ايران انټرنېټي اساسي تأسيسات له ډېرو ځلو حملو سره مخامخ شوي. د ايران حکومت د امريکا او اسرائيلو غندنه کړې، چې داسې تخريبي فعاليتونه يې تر سره کړي.