د چين او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مشرانو يو بل ته د دواړو هېوادونو د دوستانه همکارۍ او متقابلو مرستو تړون د لاسليکېدو ۶۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه وليږل
CRI2021-07-11 14:22:08
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ( شمالي کوريا) د کارګرو ګوند عمومي منشي، د دولتي شورا د کمېټې مشر او د پوځي ځواکونو لومړی قوماندان کيم جونګ ون د جولای پر ۱۱مه يو بل ته د دواړو هېوادونو د دوستانه همکارۍ او متقابلو مرستو تړون د لاسليکېدو ۶۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې وويل، چې د دغه تړون لاسليک د دواړو هېوادونو د خلکو د دوديزې دوستۍ د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دايمي او دوستانه همکارۍ د پرمختګ لپاره سياسي او قانوني بنسټ برابر کړی دی. دواړو خواوو له  تېرو ۶۰ کلونو راهيسې د تړون د روحيې په اساس له يو بل څخه ټينګ ملاتړ کړی، د خپلو هېوادونو  د سوسياليستيکو چارو ته يې پرمختګ ورکړی او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره يې خدمتونه کړي دي.