توکيو په څلورم ځل بيړني حالت ته داخله شوې
CRI2021-07-12 10:34:42
شريکول:

د توکيو د اولمپيک لوبو په ۷۴۰ سياليو کې تر دې دمه د هغو سياليو شمېر ۷۲۴ته رسيدلی چې د نندارچيانو به نه شتون کې تر سره کيږي او يوازې په ۲۶ سياليو کې به نندارچيان برخه واخلي چې دا د ټولو نندارچيانو ۳اعشاريه ۵سلنه جوړوي. د توکيو اولمپيک لوبو په سپورټي ميدانونو او جمنازيمونو کې به د نندارچيانو ډېرې څوکۍ نشتې پاتې وي .

ويل کيږي چې په اولمپيک لوبو کې به د داوطلبانو چارې هم تر اغيزې لاندې راشي. د توکيو د اولمپيک لوبو د تنظيم کميټې د توکيو د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو لپاره د داوطلبانو شمېر شاو خوا ۷۰ زره تنه ښودلی او ويلي يې دي چې په زياتو سياليو کې به د نندارچيانو د نه شتوالي له امله د داوطلبانو کارونه او خدمتونه تنظيم شي.

کله چې د اولمپيک لوبو د لوبغاړو پلاوي توکيو ته ورسيږي، د دغو لوبو د تنظيم کميټه به له ډېرو ننګونو سره مخ وي.