چين د امريکا له دغې کړنې سره کلک مخالفت کړی، چې ۲۳ چيني تصدۍ يې د صادراتو کنټرول په لېست کې شاملې کړي
cri2021-07-12 11:37:38
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د جولای په ۱۱مه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل، چې د امريکا سوداګرۍ وزارت، څو ورځې مخکې ۲۳ چيني تصدۍ د صادراتو کنټرول په لېست کې شاملې کړې دي.

نوموړي وويل، چې امريکا د خپل ملي امنيت په پلمه پر واقعيتونو سترګې پټوي او ناوړه ګټه ترې پورته کوي او د بشري حقونو په بهانه چيني تصدۍ ځوروي او هر وخت له نړيوالو مقرراتو څخه سرغړونه کوي.

چين د امريکې له دغو کړنو سره سخت مخالفت کړی او د خپلو تصديو د قانوني حقونو د ساتلو لپاره يې د اړينو اقداماتو خبر ورکړی دی.