د هانکانګ د بيان ازادۍ په اړه د امريکا څرګندونې بې بنسټه او بې ځايه دي
CRI2021-07-12 17:47:04
شريکول:

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د جولای په لسمه نېټه " د خبري رسنيو د ازادۍ ليګ " يوه اعلايمه خپره کړې ده. په دغې اعلاميې کې د هانکانګ د اپريل ډېلي ورځپانې ختمېدو ته پاملرنه شوې او د دې سيمې پر حکومتي ادارې د بيان ازادۍ د مخنيوي تور لګولی دی. دغه اعلاميه د امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو له خوا د مطبوعاتو د ازادۍ په پلمه د چين د هانکانګ په چارو کې د لاسوهنې يوه بله بې ځايه سياسي دسيسه ده او نړيواله ټولنه نه شي غولولی.

لومړی، د اېپل ډېلي ورځپاڼې مسئله له بيان ازادۍ سره هيڅ تړاو نه لري، ځکه د دې ورځپاڼې د ختمېدو لامل د هانکانګ د ملي امنيت د ساتلو له قانون څخه سرغړونه ده.

دوهم، نوموړې ورځپاڼه د دغه شرکت د رئيسه ډلې د خپلې پريکړې له مخې بنده شوې، نه په مجبوري ډول.

په هانکانګ کې دبيان ازادي د دې سيمې د بنسټيز قانون، د ملي امنيت د ساتلو قانون، د هانکانګ د بشري حقونو لايحې او نورو قوانينو تر ساتنې لاندې ده. په تېره بيا د هانکانګ د ملي امنيت ساتونکي قانون د تطبيق له يو کال راهيسې د هانکانګيانو د بشري حقونو خونديتوب لا پياوړی شوی دی. د هانکانګ د حکومتي ادارې د خبري رسنيو د معلوماتي سيستم له مخې، په هانکانګ کې د ثبت شويو ځايي، بهرنيو او انټرنيټي خبري رسنيو شمېر په جلا جلا توګه ۹۳، ۶۹ او ۳۹ ته رسيدلی، چې دا د تېر کال په پرتله زياتوالی ښيي.

اوس د هانکانګ وضعيت آرام او ثابت دی او د تش په نوم استادۍ ته اړتيا نه لري. امريکا او ځيني لويديځې هېوادونه بايد په خپلو هېوادونو کې بيان ازادۍ ته پاملرنه وکړي.