امريکا بايد له خپلو ناکاميو درس واخلي
CRI2021-07-12 11:06:14
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن د جولای پر ۸مه د سپينې ماڼۍ په يوه خبری ناسته کې له افغانستان څخه د امريکايي پوځونو د ايستلو د سرعت  په هکله لاملونه بيان کړل او و يې ويل: افغانان د خپل هېواد د راتلونکې د ټاکلو حق لري. دا د روان کال په اپريل مياشت کې د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه تر اعلان وروسته  د جمهوررئیس بایډن لومړۍ ځل څرګندونې دي.

 نوموړي وغوښتل، چې د امريکا پر نامسئولانه کړنو پرده واچوي، خو په حقيقت کې د امريکايي سرتېرو په وتلو سره د افغانستان  وضعیت ډېر ترينګلی شوی او امريکا افغانانو ته  یوه ګډوډي پرې اېښې ده. د روسيې خبري اژانس د جولای په ۹مه نېټه د جوبايډن د وينا په هکله ويلي، چې امريکايي سرتيري له افغانستان څخه تښتېدلي، خو واشنګټن لا هم غواړي له دغې ناکامۍ څخه خپلنوم خوندي کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ وويل، چې د بايډن وينا بيا دا تائید کړې، چې امريکا يوازې د بشري حقونو په نوم  او پلمه اقدامات کوي. ځينو امريکايي رسنيو له حکومت څخه وغوښتل، چې بايد پر دې غور وکړي، چې ولې امريکا په دوامداره توګه ناکامې جګړې کړي؟ ځينو يې دا دروغ خپاره کړي، چې چين به په افغانستان کې د امريکا پر ځای رول ولوبوي. وانګ ون بين وويل، ښايي چې امريکا تل دغه شان اقدامات کړي، نو پر چين داسې بې ځایه ګمان کېږي.

بايډن په ياده خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو دنده به د راتلونکی اګيست تر۳۱مې پورې بشپړه شي.

 هغه زياته کړه، چې امريکايي پوځ بن لادن وژلی او د ترهګريزې اډې په توګه د افغانستان د ګرځېدو ګواښ مو کم کړی، نو امريکايي پوځونو خپله دنده بشپړه کړې ده.

سي ان ان ويلي، اوس امريکا له افغانستان څخه ۹۰ سلنه پوځونه ایستلي او يوازې له زرو کم سرتيري د امريکا د سفارت او د افغانستان د نړيوال هوايي ډګر د ساتلو لپاره پاتې دي. د امريکا استخباراتي ادارې او د کانګرس غړو په جلا جلا توګه خبرداری ورکړی، چې د امريکا له نظامي ملاتړ پرته، افغان پوځ به له طالبانو سره په مقابله کې د ناکامېدو له امله ړنګ شي. د امريکا د جمهوريت ګوند غړي ګريعم ويلي، چې زموږ ولسمشر د افغانستان په وضعيت پوره نه پوهېږي، که د القاعدې سازمان او داعش بيا له افغانستان څخه د کارونې فرصتتر لاسه ‍کړي او امریکا او ملګرو ته به یې مستقیم ګواښ متوجه کړي.

     امريکايي سرتيري په چټکه توګه له افغانستان څخه وتلي او له خپلې ژمنې پرته، د افغانانو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کوي. زلهيد له زرګونو افغان ترجمانانو څخه دی، چې د امريکايي پوځونو لپاره يې خدمتونه کړي وو.

 هغه په جګړه کې د امريکايانو ژوند ژغورلی و، خو په ۲۰۱۶ کال کې یې د امريکا د ځانګړو کډوالو ويزې غوښتنه د امريکا سفارت لخوا رد شوې وه. بايډن په ياده خبري ناسته کې په دې هکله بيا ژمنه کړې، چې په راتلونکې اګيست مياشت کې به د ترجمانانو او نورو همکارانو د ښه ترتيب لپاره افغانستان ته يوه ځانګړې الوتکه وليږي. واشنګټن پوست د امريکا د دفاع وزارت د وياند وينا له قوله ويلي، چې دغه ترجمانان ښايي د امريکا  متحدو هېوادونو ته وليږل شي او هلته به د څو کلونو لپاره د امريکا ويزې ته انتظار وکړي.

   د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين وويل، د امريکا بې ځایه پلمې او ژمنې بې شمېره دي. د افغانستان، عراق او سوریې په شمول هېوادونو کې د امريکا لخوا راپارول شوې جګړې ځايي وګړيو ته سخت زيانونه رسولي او امريکا ترې هېڅ رښتيني برياليتوب نه دی تر لاسه کړی. امريکا بايد له دغو ناکامو جګړو څخه درسونه او عبرتواخلي.