د قرغېزستان پلازمېنې بېشکېک ته د کوويډـ۱۹ ضد چيني واکسين دوهمه جوپه ورسېده.
CRI2021-07-12 15:13:13
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين حکومت د کوويډـ۱۹ ضد واکسين د مرستو په لړ کې يو ځل بيا له قرغېزستان سره مرسته وکړه.

د چين له لوري له قرغېزستان سره د مرسته شوي واکسين دوهمه جوپه د جولای په ۱۱مه نېټه د دې هيواد پلازمينې بېشکېک ته ورسېده.

په قرغېزستان کې د چين سفير دو ده ون او د قرغېزستان صدراعظم ماريبوف د ياد واکسين د سپارلو مراسمو کې ګډون کړی  و.

ماريبوف د قرغېز ولسمشر راباروف په استازيتوب له چيني حکومت څخه مننه وکړه، چې بيا ځلې يې قرغېزستان سره د کوويډـ۱۹ ضد واکسين مرسته کړې ده. ماريبوف وويل، چې د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې چين د قرغېزستان لپاره د مرستندويه توکو دوامداره مرسته کړې ده، قرغېزستانيان ډېر ښه احساس لري او له چين څخه مننه کوي. قرغېزستان غواړي له چين سره په کډه کرونا وبا ته ماتې ورکړي، له دغه هيواد سره خپلمنځي اړيکې ژورې  او په بېلابېلو برخو کې ورسره همکارۍ زياتې کړي.

دو ده ون وويل، چين د واکسين په برخه کې نړيوالو همکاريو ته په درنه سترګه ګوري، د واکسين له نېشنليزم سره کلک مخالفت کوي او دغه هيواد تر دې دمه کابو ۱۰۰ هېوادونو سره څه باندې ۴۵۰ ميليونه دوزه واکسين مرسته کړې ده.