په امريکا کې د بوميانو د ښوونځيو تور تاريخ
CRI2021-07-12 10:41:44
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې په کاناډا کې د بوميانو په ښوونځيو کې د ماشومانو جسدونه موندل شوي او د ټولې نړۍ پاملرنه يې راجلب کړې ده. د امريکا خبري رسنيو ويلي، چې په امريکا کې هم د بوميانو په ښوونځيو کې دغه ډول پيښې رامنځته شوې وې. د کارپوهانو په اند په څه دپاسه ۱۵۰ کلونو کې په امريکا کې د بوميانو په ښوونځيو کې څه دپاسه ۴۰ زره ماشومان وژل شوي دي.

د امريکا د کريستيان ساينس مونيټور ورځپاڼې (( په کاناډا کې د بوميانو په يوه ښوونځي کې د بومي ماشومانو د وژلو پيښه افشا شوه)) تر سرليک لاندې يوه ليکنه خپره شوې ده، خو په امريکا کې حالات څنګه دي؟ په دغه ليکنه کې ويل شوي، په کاناډا کې د بوميانو ښوونځيو د جوړولو او کارولو نظريې له امريکا څخه اخيستل شوې دي. له ۱۸۱۹م کال څخه په امريکا کې د بوميانو د مدغم کولو په هدف يو لړ قوانين او تګلارې تطبيق شوې دي. ځکه دواړه هېوادونه د بوميانو له مسئلې سره مخ وو، نو په ۱۸۷۸م کال کې د کاناډا د وخت صدراعظم امريکا ته کارکوونکي وليږل څو د دغه هېواد اړوندې تګلارې زده کړي او طرحې يې خپل هېواد ته يوسي.