چين په نړۍ کې د ماشينونو او تجهيزاتو تر ټولو مهم عرضه کوونکی ګرځيدلی دی
CRI2021-07-12 14:29:49
شريکول:

د جرمني ډي وېلټ (Die Welt ) ورځپاڼې په خپلې ويبپاڼې کې خبر ورکړی، چې تېر کال د ماشينونو او تجهيزاتو د نړيوالو معاملو عمومي اندازه شاو خوا ۱۲۴۰ ميليارډه امريکايي ډالره ښودل شوې او چې دغه رقم د کرونا وبا له امله د وړم کال په پرتله نژدې ۱۰ سلنه کموالی ښيي. په ياده اندازه کې چين ۱۵.۸ سلنه او جرمنې ۱۵.۵ سلنه نيسي. دا لومړی ځل دی، چې چين د ماشينونو او تجهيزاتو د توليد په اړه د بهرنۍ سوداګرۍ په شمېرنه کې مخکښ ځای نيولی دی.

د جرمني د ماشينونو او تجهيزاتو د توليدي صنعت ټولنې د يوه تازه سروې ښيي، چې چين په ۲۰۲۰م کال کې په لومړي ځل په نړۍ کې د تجهيزاتو او اړوندو سيستمونو تر ټولو مهم عرضه کوونکی ګرځيدلی دی.