د امريکا د فلوريډا ايالت د ميامي دادي ولسوالۍ د يوې رسمي شميرنې له مخې، د جولای د لسمې نيټې تر سهار پورې په دغې ولسوالۍ کې د يوې ليليې ړنګېدنې په پيښه کې د مړه شويو کسانو شمېر ۸۶ تنو ته ورسيد او ۴۳تنه نور ټپيان شوي دي.
د ميامي دادي ولسوالۍ د اطفايې ادارې مشر اټکل کړی چې د ړنګې شوې ليليې د کنډو کېدو د پاکولو کارونه به نورې دوې يا دري اونۍ دوام ولري. له دې امله چې د ژونديو کسانو د پيدا کولو امکان بيخي نه شته، نو ژغورونکو د روانې مياشتې په ۷مه نېټه د ژغورنې کارونه ختم کړي دي. اړوند کارکوونکي به ټول ورک جسدونه ولټوي او ړنګې ودانۍ کنډې کېږي او پاتې شوني به پاک کړي.