د بشري حقونو شورا د چين لخوا وړاندې شوې مسوده تصويب کړه
cri2021-07-13 15:01:18
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جولای په ۱۲مه نېټه په خپلې ۴۷مې غونډې کې د بشري حقونو ساتلو په برخه کې د پرمختګ د مهم رول په اړه د چين لخوا وړاندې شوې مسوده تصويب کړه. 

په دغه پرېکړه کې د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې د پرمختګ پر مهم رول ټينګار شوی او له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتل شوي چې د خلکو په مرکزیت بايد پرمختګ وکړي، او خلک بايد په ګډه د پرمختګ له برياليتوبونو څخه ګټې واخلي، او ګټې بايد له ټولو سره شريکې شي. په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي چن شو يادې غونډې ته د دې پرېکړې مسودې د معرفي کولو په وخت کې وويل، که يوازې ښه پرمختګ وشي، نو بشري حقونه به په لا ښه توګه وساتل او هڅول شي. د وينزويلا، پاکستان او کيوبا په شمول د ځينو هېوادونو استازو په جلا جلا توګه په خپله وينا کې د چين دغه مسوه وستايله او له چين څخه يې مننه وکړه، چې ډېر مهم لارښوونکي رول يې لوبولی، ځکه پرمختګ د مختلفو هېوادونو په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو لپاره ډېر مهم دی. (هيله)