چين څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته د کرونا ضد ۵۰۰ ميليونه ډوزه واکسين او اصلي مايع برابرې کړې دي
cri2021-07-13 11:56:46
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جیان د جولای په ۱۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته د کرونا وبا ضد څه دپاسه ۵۰۰ ميليونه ډوزه واکسين او اصلي مايع برابرې کړې دي، دغه اندازه په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا ضد د واکسين په عمومي توليدي اندازې کې له يو پر شپږمې برخې سره برابره ده. 

جاو لي جيان دې ته اشاره وکړه چې چين د نورو هېوادونو په نسبت پرمختيايي هېوادونو ته  د کرونا ضد تر ټولو زيات واکسينونه برابر کړي دي. برسيره پر دې، چين به د روغتيا نړيوال سازمان کوواکس پروګرام ته هم د کرونا ضد واکسين ورکړي. نوموړي وويل، د چين اړوندې تصدۍ په عربي متحده اماراتو، اندونيزيا، ماليزيا، مصر، برازيل، ترکيه، پاکستان او مکسيکو په شمول ځينو هېوادونو کې له ځايي تصديو سره همکارۍ پيل کړي او د واکسين کلنۍ توليدي اندازه يې له ۲۰۰ ميليونو ډوزو څخه اوښتې ده. (هيله)